1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال ريچاردز: نورو عسکرو ته اړتيا لرو

۱۳۸۵ بهمن ۲, دوشنبه

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو قوماندان د طالبانو په وړاندې د جگړې دپاره نور عسکر غوښتي دي. »موږ کولای شو چې دغه جگړه وگټو، خو بايد خپلې هڅې پراخې کړو« دغه څرگندونې برطانيايي جنرال ديويد ريچاردز د »گاردين« ورځپاڼې ته وکړې (د دوشنبې گڼه).

https://p.dw.com/p/DKB6
د ناتو ځواکونو قوماندان جنرال ديويد ريچاردز
د ناتو ځواکونو قوماندان جنرال ديويد ريچاردزانځور: AP
»زه نورو عسکرو ته اړتيا لرم نه دا چې عسکر له يوې سيمې څخه بلې ته ولېږو.« ده زياته کړه چې سرتيري خواشيني دي او د جگړې د گټلو دپاره نورو هلو ځلو ته اړتيا ده.
په افغانستان کې اوسمهال 40.000 بهرني عسکر ځای په پای شوي دي. 33.000 له هغو څخه د ناتو په مشري فعاليت کوي. په افغانستان کې د طالبانو د نسکورېدو څخه وروسته په دې وروستيو کې تر ټولو زيات اخ و ډب او خشونت رامنځ ته شوی و. اسلامي اورپکي په تېره بيا د هېواد په جنوب کې ډېر فعال دي. د آلمان پوځ په شمال کې ځای په ځای شوی دی چې نسبتا آرام دی. خو وار په وار په آلمان باندې غږ شوی دی چې خپل عسکر دې د افغانستان جنوبي ولايتونو ته هم ولېږي. د آلمان حکومت دغه غوښتنه رد کړې ده.