1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال ميک کريستل: په کندهار کي پوځي عمليات لا مخکي پيل شوي دي

۱۳۸۸ اسفند ۲۷, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د لوړ پوړي قوماندان، جنرال ميک کرييستل چي په افغانستان کي د ناتو او امريکايي ځواکونو قومانده په غاړ لري، د وينا له مخي د کندهار د ولايت د کنترول لپاره عمليات لا مخکي پيل شوي دي.

https://p.dw.com/p/MVhn
جنرال ميک کريستلانځور: picture-alliance/dpa

د يو ويدويي کنفرانس له لاري جنرال کريستل په واشنګتن کي خبريالانو ته وويل: «د سترو عملياتو پر ځاي په دي ولايت کي بايد قدم په قدم عمل وشي. په کندهار باندي د يو بشپړ کنترول ټينګول د جمهور رييس بارک اوباما د نوي ستراتيژي يوه مهمه برخه ده. دغه ولايت د اسلام پالو طالبانو مرکز ؤ او اوس هم د کندهار په کليو او بانډو او ځيني ولسواليو کي هغوي کنترول لري.

ميک کريستل زياته کړه چي په راتلونکو مياشتو کي به په ځينو نورو اقدماتو لاس پوري شي. ميک کريستل زياته کړه چي په راتلونکو مياشتو کي به په ځينو نورو اقدماتو لاس پوري شي.

هغه وويل چي د افغانستان د ملي پوليسو سره به د همکاري ساحه پراخه شي تر څو د امنيت په ساتلو کي مرسته وشي.په کندهار باندی د کنترول ټینګول د اوباما د ستراتيزی لپآره خورا اهمیت لری .په کندهار کی د وروستیو خونړیو حملو څخه وروسته، امریکایی قواوو خپل شتوان پیاوړی کړی دی.

روينرس/عبدالباري حکيم

کتونکی/ زيارمل