1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال وردګ: افغان هوايي ځواک شپږ ملیارده ډالرو ته اړتیا لري

۱۳۸۹ بهمن ۲۳, شنبه

افغان دولت وایي ناټو ورسره ژمنه کړي چی تر ۲۰۱۶ کال پوري به یی هوايي ځواک د کورنیو دندو د تر سره کولو لپاره ور برابري کړي.

https://p.dw.com/p/R0Gs
انځور: AP

د افغان دولت د هوایي ځواک درستیزوال په خبره چی دوي د کورنیو ماموریتونو لپاره ۱۴۶ وزره الوتکو ته اړتیا لري.

دکورنیو جګړو پر محال د افغانستان هوایي ځواک ته هم سخت تاون رسیدلی وو. خو یو شمیر افغان کارپوهان یی د کورنیو اړتیاوو لپاره ۱۴۶ الوتکی کافي نه بولي.

هوايي ځواک د یوه هیواد د پلیو سرتیرو د ملا تیر بلل کیږي. د افغان ځواکونو لپاره د هوایي ځواک اړتیا هغه محال ډیره محسوسه سوه چی نړیوالو ځواکونو له افغانستان څخه دخپلو تدریجي وتلو محال ویش اعلام کړ.

اوس د کابل حکومت هڅه کوي چی له مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي سره د مقابلي لپاره خپل پلي سرتیري له هوایی ملاتړ څخه هم برخمن کړي.

د افغان هوايي ځواک د روزولو او سمبالولو لپآره له تیرو نهو کلونو راهیسي هلي ځلي رواني دي خو د کابل حکومت یي کافي نه بولي.

د افغانستان د هوايي پوځ درستیزوال جنرال عبدالوهاب وردګ وايي د ۲۰۱۶ کال پوري په جوړه کړي پالیسي کی یی ۱۴۶ باله ټرانسپورتي،کشفي، چورلکو او جنګي جیټ الوتکو ته اړتیا لري. جنرال وردگ پدې هکله زياته کړل:

«زمونږله لوري د جوړي سوي پالیسۍ له مخې تر ۲۰۱۶کال پوري ۱۴۶ وزره ډول ډول پوځي الوتکو ته اړتیاو لرو چې پکې چورلکې،جیټ الوتکي او ترانسپورتي الوتکی شامل دي.»

خو د افغانستان د هوايي ځواک پخوانی قوماندان جنرال عتیق الله امرخیل بیا وايي چی د ملک اوسنیو کړکیچنو حالاتو ته په کتو سره ۱۴۶ الوتکی د کورنیو چارو لپاره بسنه نه کوي.

جنرال عتیق الله وایي چی دمګړۍ د افغانستان د حکومت پر وړاندي یوه ستره ترهګریزه شبکه جنګیږي چی د سیمي په کچه فعالیت لري نو ښایي چی د افغانستان هوايي ځواکونه په ډیرو او پرمختللو الوتکو سمبال سي. پدې هکله جنرال عتيق الله وويل:

« یوازي کورني ماموریت ته مونږ ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ الوتکو ته اړتیا لرو، مونږ اوس شپږ قل اردو ګان لرو او هر قل اردو باید ۱۸۰ الوتکې ولري.»

جنرا عتیق الله د افغانستان د هوايي ځواک د قوماندانۍ له لوري تر ۲۰۱۶کال پوري جوړه سوي پالیسي نیمګړي بولي.

خو د هوايي ځواکونو درستیزوال جنرال وردګ بیا وايي چی د دوي له لوري جوړه سوي ستراتیژي د افغانستان اوسني اقتصادي وړتیا ته په کتو سره جوړه سوي ده. جنرال وردگ پدې هکله وويل:

« زمونږ ستراتيژۍ دوو ټکو ته په کتو سره جوړه سوي ده، یو وخت او بل هم اقتصادي وړتیا، د کومو وړاندوینو له مخي چی مونږ کړي د افغانستان هوايي ځواک د سمبالولو لپاره له پینځو څخه نیولي بیا تر شپږوملیاردو ډالرو ته اړتیا ده.»

د ناټو ځواکونو د مهال ویشي له مخي چی افغانستان باید تر ۲۰۱۶کال پوري خپلواک او سمبال هوايي ځواک ولري.

په موجودوحالاتو کی د افغانستان پوځ یو شمیر الوتکې لري خو د افغانستان جغرافیايي جوړښت او ځمکنیو چریکي جګړو ته په کتو سره نسي کولای هغسي چي لازمه ده د خپل ځمکني ځواک ملاتړ وکړي.

اوس مهال تر ډیره بریده د پوځي لیږد را لیږد او جګړیزو ماموریتونو لپاره د ایساف ځواکونو الوتکي د افغان ځمکنیو قواوو ملاتړ کوي.

خو ۲۰۱۴ کال هغ نیټه ښودل سوي چی افغان ځواکونه به په یوازي سر دملک د ټولو امنیتي چارو مسولیت پر غاړه ولري.

په افغانستان کی د ناټو ځواکونو د روزنیز ماموریت مشرجنرال ویلیم کادویل وايي چی د افغان هوايي ځواک د روزولوچاري یی په تیرو پینځلسو میاشتوکی دری برابره لوړي کړي دي.

مرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی