1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال وهاب: تر ۲۰۱۴ کال پورې به نسبي پیاوړی هوایي ځواک ولرو

میرویس جلالزی۱۳۹۱ آبان ۳, چهارشنبه

د افغانستان د هوایي قواوو قوماندان وايي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به افغان دولت یو داسې هوایي ځواک ولري چې لږ تر لږه به کورنیو ګواښونو ته په یوازیتوب د ځواب ورکولو توان ولري.

https://p.dw.com/p/16VSe
انځور: AP

د افغانستان د هوایي ځواک قوماندان د جنرال وهاب، د سه شنبې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې اوس د افغانستان هوایي قواوې له یو شمیر ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي لیکن له پلان سره سم به د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې داسې سمبال شي چې د عملیاتو پر مهال د بهرنیو هوايي ځواکونو خلا ډکه کړای شي.

جنرال وهاب زیاته کړه: «موږ به د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې هغه چلنجونه چی موږ ورسره اوس مخامخ یو لږ او محدود کړو.» هغه زیاته کړه: «زموږ د ټولو الوتکو شمیره تر ۳۰۰ پورې رسیږي چې په کې شاوخوا ۱۴۰ وزره یوازې جنګي، ترانسپورتي او حمایوي څرخي الوتکې شاملې دي. د دغو الوتکو له ډلې څخه یو شمیر یې د ناټو او ځینې نورې یې له امریکا او روسيې څخه تر لاسه شوې دي.»

اوس مهال په ډیرو مواردو کې د افغان ځواکونو د انتقالاتو او پوځي عملیاتو پر مهال د ناټو له هوایي قواوو او ځینو شخصي ترانسپورتي شرکتونو څخه کار اخیستل کیږي خو سره له دې د جګړې د ډګر قوماندانان د افغان هوايي ځواکونو وړتیا ډیره ټیټه بولي. دغه قوماندانان وایي چې نړیوالو په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان هوايي ځواکونو روزنې او سمبالولو ته په هغه اندازه پاملرنه نه ده کړې چې لازمه نو له همدې کبله د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به ګرانه وي چې د پوځ دا مهمه برخه سمباله شي او پر خپلو پښو باندې ودریږي.

افغان ولسمشر هم خپلو غربي متحدینو ته ویلي دي چې که د افغانستان د پوځ دا مهمه برخه سمبال نه کړي نو دی به له نورو هیوادونو څخه چې په کې روسیه هم شامله ده مرسته وغواړي.

خو د ملي اردو د هوايي ځواکونو قوماندان بیا وویل چې د دوي پیلوټان او افسران په هر راز حالاتو کې په پوره وړتیا سره د افغان امنیتي قواوو ملاتړ ته ژمن دي. هغه زیاته کړه چې اوس ډیر شمیر افغان پیلوټان روزل شوي دي او یو شمیر نور یې په بهرنیو هیوادونو کې په زده کړې بوخت دي.

جنرال وهاب وویل: «زه خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوم چي زموږ هوايي ځواک یو تخصصي ځواک دی او هغوی به تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې له خپل هیواد او خلکو څخه دفاع وکړي.»

افغان دولت په داسې حال کې د خپل هوایي ځواک د سبمالولو هڅې کوی چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به د ټول افغانستان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب