1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال کریمي: د ایساف ځواکونه مو یوازي نه پریږدي

۱۳۹۰ مهر ۱۶, شنبه

د افغانستان د ملې پوځ لوی درستیز وایې چې که ځواکونه یې تجهیز نه شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم نه شي کولای چې د افغانستان امنیت په یوازیتوب ټینګ کړي. هغه زیاتوي چې د ایساف ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان کې پاتې شي

https://p.dw.com/p/12o93
افغان سرتیري
افغان سرتیريانځور: AP

روان ۲۰۱۱ کال له بهرنیو ځواکونو افغان سرتیرو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو پیلامه بلل کیږي. د افغان پوځ جنرالان وایې ځواکونه یې په تیرو څو کلونو کې هغسي ندې سمبال سوي چې د ملک امنیتي ننګونو ته په سمه توګه ځواب ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان باندي د ایتلافي ځواکونو د بریدونو لس کاله پوره شول.

د افغان ملي پوځ لوی درستیز خبرداری ورکوي چې ځواکونه یې د پرمختللو وسلو او جګړیزو نورو توکو له کمښت سره مخامخ دي. جنرال شیرمحمد کریمې وایې که چیرته افغان ځواکونه په درنو وسلو او هوایې ځواک سمبال نسي نو هغوی نسي کولای چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ملک امنیتي اړتیاوو ته ځواب ووایې.

کریمې وایې که څه هم د امنیتي مسولیتونو د انتقال پروسه پیل سوې خو دا په دې مانا نه ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د ګڼ ملیتیزه ځواک سرتیرې په افغانستان کې نه وي:

«زمونږ بنسټیزه ستونزه د اساسي قابلیتونو په برخه کې ده،  لکه توبچې، لوژستیک، هوایې ځواک او د سرتیرو د لیږد رالیږد مسلې.»

په ورته وخت کې یو شمیر افغان کارپوهان په دې باور دي چې که چیرته افغان ځواکونه په اساسي وسایلو سمبال سي د نړۍ هغو انديښنو ته به ځواب ویل سوی وي چې په دغه برخه کې یې لري. د سیاسي چارو مبصر عصمت قانع وایې:

«د افغان ځواکونو قابلیتونه باید په پرمختللو وسلو لوړ سي تر څو د نړۍ اندیښنو ته ځواب وویلا سي.»

که څه هم ایساف ځواکونه وایې چې په ۲۰۱۴ کال کې به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي او له دغه هیواد څخه به خپل ځواکونه وباسي خو د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وایې چې په دې اړه باید هیڅ ډول اندیښنه موجود نه وي ځکه بهرني ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې شتون ولري. هغه زیاتوي:

«د امنیتي مسولیتونو د لیږد پروسه یوه پروسه ده، نه واقعه او نه هم کومه پیښه، د ایساف ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې وي، دا په دې معنی نه ده چې په هغه کال کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.»


دا په داسي حال کې ده چې یو شمیر افغانان او د سیاسي چارو شنونکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونود دایمې پاتې کیدو په اړه بیلا بیل نظرونه لري.

هغوي وایې چې که چیرته بهرني ځواکونه به پشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي نو کورنۍ جګړې به پیل سي، اوسنۍ واکمنۍ به ړنګه سي او همدا راز د دې شونتیا هم سته چې طالبان بیرته واک ته ورسیږي.

خو یوه ډله نوربیا په دې اند دي چې په افغانستان کې بیا د بهرنیو ځواکونو موجودیت د ولسی خلکو د مرګ ژوبلې سربیره د جګړې د دوام او ګڼو نورو نا خوالو لامل ګرځيدلی.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکې: مسعود جهش