1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبي کوريا د شمالي کوريا د خبرو وړانديز ومانه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۶, پنجشنبه

جنوبي کوريا له هغه خبرو سره موافقه ښوولې ده چې په رسمي ډول له شمالي کوریا سره خبري اتري پیل کړي. دغه دواړه هیوادونه به د کیسونګ د صنعتي پارک پر بیا پرانیستلو او دغه راز یو شمیر نورو موضوعګانو باندي خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/18kxp
TOKYO, Japan - An October 2012 file photo shows buildings in an inter-Korean industrial complex in the North Korean border city of Kaesong. (Kyodo)
Nordkorea Kaesongانځور: picture alliance/Kyodo

جنوبي کوریا ډیر ژر د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۵) د شمالي کوریا له خوا د خبرو اترو وړاندیز ته مثبت جواب ووایه. د دغه هیواد د «اتحاد وزارت» ویلي دي چې سول د پینګ یانګ له خوا د خبرو اتړو وړاندیز مثبت ارزوي.

د دغه وزارت له خوا په یوه خبره شوې بیانیه کې راغلي دي: «موږ هیله لرو چې شمالي او جنوبي کوریا به له دې موقع څخه په ګټه اخيستلو سره په خپل منځ کې د اعتماد فضا رامنځ ته کړي.»

د شمالي کوریا د سوله ییز اتحاد کمیټې د خپل رسمي خبري آژانس له لاري تر دمخه جنوبي کوریا ته د خبرو اترو وړاندیز کړی وو. دې کمیټې ویلي ول چې غواړي په شمالي کوریا کې د کیسونګ صنعتي پارک د بیا پرانیستل کیدو په اړه له جنوبي کوریا سره خبرې وکړي.

تیرنیګلي اړیکي

د روان کال په لومړمیو میاشتو کې د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ اړیکې لاپسې ترینګلې شوې. هغه وخت نړیوالي ټولني د شمالي کوریا د دریمې اتومي ازمویني له کبله پر دغه هیواد باندي خپل تحریمونه لا پسې سخت کړل. هغه وخت د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، پر امریکایي اډو او جنوبي کوریا باندې د يرغل ګواښ وکړ.

کیم هغه وخت د امریکا او جنوبي کوریا پر ضد خپل دریځ لا پسې سخت کړ، چې دغو دواړو هیوادونو ګډي پوځي مانورې پيل کړې. د دغو ټولو پیښو په پایله کې شمالي کوریا د کیسونک صنعتي پارک چې په دغه هیواد کې پروت دی او د جنوبي کوریا ډیر شمیر شرکتونه پکښې فعالیت کوي وتاړه.

په دې پارک کې د جنوبي کوریا ۱۲۳ شرکتونو د شمالي کوريا۵۰۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. پر دې سربیره پينګ یانګ له جنوبي کوریا سره د اړیکو نیولو یوازي رسمي مخابراتي اړیکه هم قطعه کړه.

تر دې دمخه پینګ یانګ د جنوبي کوریا اوسيدونکو ته د کیسونګ صنعتي پارک ته د بیا تلو اجازه ورکړې وه. تمه کیده چې له همدي سره به د دې پارک په اړه خبري هم پیل شي خو جنوبي کوريا ویلي ول، چې شمالي کوریا باید په دې اړه د رسمي خبرو اترو وړاندیز وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب