1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبي کوریا او امریکا ګډ پوځي تمرینونه پيل کړي

۱۳۹۷ فروردین ۱۲, یکشنبه

د امریکا او جنوبي کوریا ګډ کلني تمرینونه د یوې میاشتې تر ځنډ وروسته پیل شول. شمالي کوریا چې تل یې د دغو پوځي تمرینونو پر ضد خبرې کړي، دا ځل یې چوپتیا غوره کړې.

https://p.dw.com/p/2vKkw
Südkorea und die USA bei einer eine Marineübung
انځور: picture-alliancedpa/AP Photo

جنوبي کوریا او متحده ایالاتو خپل کلني پوځي تمرینات پیل کړي. په سیول کې د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په حواله په دې کلني پوځي تمریناتو کې چې د «فول ایګل» په نامه یادیږي، شاوخوا ۱۱ زره او ۵۰۰ امریکايي او د جنوبي کوریا ۲۹۰ زره سرتیري ګډون لري. ټاکل شوې وه چې دغه پوځي مانورونه د روان کال په فبروري میاشت کې پیل شوي وای، خو د جنوبي کوریا  په پیونګ چانګ ښار کې د ژمنیو المپیکي سیالیو له امله دغه تمرینات وځنډیدل.

د پخوا په څیر د «فول ایګل» په نامه په دې ګډو پوځي تمریناتو کې ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونه او همدا راز د دواړو هیوادونو ځانګړي ځواکونه برخه اخلي. ټاکل شوې چې دغه پوځي تمرینات به یوه میاشت دوام وکړي. د روان کال په تمریناتو کې به د پخوا برعکس لږ شمیر ستراتیژیکي سولې لکه د اتومي وسلو د انتقال د الوتکو له پاره جوړې شوې بیړۍ نه کارل کیږي.

Manöver Südkorea USA Kampfjets
انځور: Picture-alliance/dpa/AP/South Korea Defense Ministry

سربیره پر دې د روان کال د اپریل میاشتې په لومړیو کې ټاکل شوې چې د «کي ریزالف» یا د کلیدي قاطعیت تر نامه لاندې نور پوځي مانورونه هم ترسره شي چې د تل په څیر به دوه اونۍ دوام پیدا کړي. په عین وخت کې د مارچ په میاشت کې د امریکا متحده ایالتو د دفاع وزارت یا پنتاګون ویاند اعلان کړی وو چې په دې دواړو پوځي تمریناتو کې به په مجموعي ډول ۲۳ زره او ۷۰۰ امریکايي او ۳۰۰ زره د جنوبي کوریا پوځیان ګډون ولري.

د شمالي کوریا حکومت چې تل یې د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ګډ پوځي تمرینات پاروونکي ګڼلي وو، د تیرو اونیو په ترڅ کې یې په ندرت سره په دې هکله خبرې کړي. په داسې حال کې چې د لسهاوو کلونو راهیسې دوړه کوریا ګانې په خپلو کې دښمنۍ لري، په دې وروستیو کې یو له بل سره ډیرې نږدې شوي دي.

شمالي کوریا د روان کال په فبروري میاشت کې په جنوبي کوریا کې د ترسره کیدونکو ژمنیو المپیکې سیالیو له فرصت څخه ګټه پورته کړه او د شمالي کوریا د رهبر کیم جون اون خور د خپل هیواد په استازیتوب جنوبي کوریا ته ولاړه. د دې سفر په ترڅ کې نوموړې د جنوبي کوریا ولسمشر مون ته یې د داوړو کوریا ګانو د مشرانو د کتنې له پاره رسمي بلنه لیک وړاندې کړ. مون د دې کتنې هدف د کوریا په ټاپو وزمه کې د اتومي وسلو د تلپاتې تهدید پای ته رسول په ګوته کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ یعنې د مارچ میاشتې په ۲۹ نیټه دواړو ګاونډیو هیوادونو پریکړه کړې چې د دواړو هیوادونو د مشرانو دغه ملاقات به د اپریل میاشتې په ۲۷ نیټه د پانمونیوم په نامه سرحدي سیمه کې د «سولې په کور» کې چې د جنوبي کوریا په خاوره کې موقعیت لري، ترسره شي. د کیم جونګ اون په دې پریکړې سره، هغه به د ۱۹۵۳م کال راهیسې د شمالي کوریا لومړنۍ رهبر وي چې د جنوبي کوریا خاورې ته داخلیږي.

Bildkombo Kim Jong Un und Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP/dpa/Wong Maye-E

د دې ټولو سربیره ټاکل شوې چې د مې میاشتې تر پایه پورې به د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوریا د رهبر ترمنځ هم کیم ترمنځ هم یو ملاقات پلان شوی. دغو دواړو سیاستوالو د دې کتنې له پاره خپل چمتووالی اعلان کړی خو تر اوسه یې هم د دې کتنې له پاره دقیق وخت او ځای نه دی ټاکلی.

تر دې وړاندې شمالي کوریا په وار وار سره د خپلو اتومي او توغندیدو په ازموینو سره نړیواله ټولنه ګواښلې وه. د امریکا حکومت په وار وار سره، شمالي کوریا په پوځي اقداماتو ګواښلې وه. سربیره پر دې د تیر کال په سپتمبر میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د خپل لومړني ګډون پرمهال د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، شمالي کوریا په «بشپړه نابودۍ» ګواښلې وه.

زموږ له آرشیف څخه: