1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنگسالاران او د افغانستان د کانونو په اړه وسواسه

۱۳۹۰ مرداد ۹, یکشنبه

په کابل کی د شقافيت د څار اداره وايي، چي په افغان حکومت کي د اداري فساد او د توپکسالارانو د شتون له امله د تر مځکي لاندي خزانو را ايستل د سترو ګواښونو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1270B
کارگر د هرات د سکرو په کان کي د کار پر مهال.
کارگر د هرات د سکرو په کان کي د کار پر مهال.انځور: picture alliance/dpa

د نوموړي ادارې په يو خپور سوی راپور کي راغلي چي، افغان حکومت د دي جوګه ندی چي د حاجيګک د اوسپني کان استخراج پيل کړي تر څو د افغانستان راتلونکي ته گټور تمام سي.

د حاجيګک د اوسپني کان د افغانستان په مرکزي ولايتونو باميان، پروان او وردګو کي پروت دی، چي د 200 بليونو ټنو اوسپني د شتون اټکل کيږي.

ددې کان د اوسپني ارزښت 350 بليونه يا دري لکه پنځوس زره مليونه ډالره اټکل سوی دی.

د کانونو او صنايعو وزير وحيدالله شهراني ويلي دي، چي د دغي پروژي له پاره د داوطلبي وروستۍ نيټه د روان ميلادي کال د سپټمبر 4 مه نيټه ټاکل سوي ده.

نوموړي ويلي چي تر اوسه 17 کمپنيانو د معدن را ايستني له پاره په داو طلبي کي برخه اخيستي چي ډيری يي هندۍ کمپنۍ دي.

په افغانستان کي د شقافيت د څار اداره چي په کابل کي دفتر لري د يکشنبې په ورځ يې په يوه راپور کي ويلي چي د افغانستان دولت به ددې توان و نه لري چي د حاجيگک د اوسپني کان د استخراج په برخه کي دي شفافيت موجود وي.

په روانه مياشت کي نړيوال بانک د افغانستان سره د ۵۲ مليونو ډالرو د مرستي ژمنه وکړه، تر څو د معدنونو د استخراج او همږغي کولو په برخه کي ځني کار واخستل سي. دغه مرستي به په درو کالو کي د افغان حکومت په واک کي ورکړل سي.

د نړيوال شفافيت د څار ادارې د راپور په اساس په افغانستان کي اداري فساد بېله صوماليې او ميانمار څخه تر ټولو ډير دی. افغان ولسمشر حامد کرزي هم دا منلې چي په اداره کي يې فساد سته خو دايې هم ويلي چي هغو کي بهرنيان هم لاس لري.

په افغانستان کي لومړی کان د مس عينک دی چي په ۲۰۰۷ کال کي يې يوې چينايي کمپنۍ د استخراج چاري په غاړه واخستې. ويل کيږي چي ددې کان څخه به په ۲۰۱۴ کال کي د استخراج چاري پيل سي. هغه وخت چي ددې کان چاري يو چينايي شرکت ته وسپارل سوې د کانونو او صنايعو د وخت وزير په دې تورن سو چي ۳۰ مليونه ډالره يې رشوت اخستی. خو هغه دغه تورونه رد کړل.

مس عينک په نړۍ کي د مسو دوهم لوی کان دی.

د شفافيت د څار ادارې په راپور کي راغلي چي اوس انديښنه په دې کي ده، چي داسي نه سي چي جنگسالاران په هغو سيمو کي نا امنۍ جوړي کړي تر څو کارونه يې بيرته پاته سه او دوی خپله، په غيري قانوي توگه د هغه په استخراج لاس پوري کړي او په سیمه کي حالت نور هم خراب نه سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی