1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنگي اړخونه دي د ملکيانو وژنه بنده کړي

حسین سيرت۱۳۹۳ دی ۴, پنجشنبه

د انتقالي عدالت د هماهنگۍ ډلي، له جنگي اړخونو څخه غوښتي دي چي په وسله والو نښتو، د سړک د غاړي ماينونو او ځانمرگي بريدونو کي، د ملکي تلفاتو سبب ونه گرځي.

https://p.dw.com/p/1EA2s
انځور: DW/H. Sirat

دغي ډلي په ۲۰۱۴م کال کي د ملکيانو د ۱۹ سلنه تلفاتو ډېرښت ته په اشاره سره ويلي دي چي په راتلونکي کال کي د وسله والو طالبانو په يرغلونو، ځانمرگو بريدونو او د سړک د غاړي ماينونو کي د تلفاتو په اړه اندېښمن دي.

د پلان له مخي به په راتلونکو پنځو ورځو کي په افغانستان کي د ناټو جنگي ماموريت پای ته ورسيږي او افغان امنيتي ځواک به د ټول هيواد امنيتي مسئوليت ته په يوازي سر اوږه ورکړي. دغه کار سره له اوسه لا په ۲۰۱۵م کال کي د لا ډيرو ملکي کسانو د تلفاتو په اړه اندېښنې زياتي کړي دي.

د انتقالي عدالت د هماهنگۍ ډله اندېښنه لري، چي په نوي کال کي به وسله وال طالبان خپلو يرغلونو ته زور ورکړي، ځکه چي افغان امنيتي ځواک نور د دباندنيو عسکرو ملاتړ په جنگ کي له ځانه سره نه لري.

د دغي ډلي يوه غړي ويدا احمد د پنجشنې په ورځ په کابل کي په يوه خبري کنفرانس کي وويل: «که وضعيت دغه شان پرمخ ولاړسي لکه اوس چي دئ، شرايط به نور هم خراب سي. له ۲۰۰۵م کال راهيسي هر کال په بشر ضد جنايتونو او ملکي تلفاتو کي ډېرښت راغلی دئ.»

د عادي خلکو د تلفاتو په اړه د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخي وسله وال طالبان او د حقاني شبکه د ۷۵ سلنه قربانيانو مسئوليت پرغاړه لري. د انتقالي عدالت د هماهنگۍ ډلي يوه بل غړي له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چي د ملکيانو د حيات و حق ته دراناوی وکړي: «د خلکو په وژني سره نه سوله راځي او نه هم طالبان خپل هدف ته رسېدلای سي. له انساني او مذهبي اړخه دا يو ستر جرم دئ. هغوی بايد بې گناه خلک ونه وژني.»

په واک کي د جنگسالارانو د حضور بيره

د انتقالي عداليت د هماهنگۍ ډلي غړي چي د جنگ له قربانيانو سره عدالت ته د لاس رسي په برخه کي مرسته کوي، ټينگار وکړ چي د افغانستان پخواني حکومت نه يوازي عدالت پلی نه کړ، بلکي پر لوړو چوکيو باندي د بشري حقونو د تر پښو لاندي کوونکو کسانو په گومارلو سره ئې د جنگي جنايتونو د قربانيانو درد نور هم ډېر کړ.

دغي ډلي له ملي وحدت حکومته غوښتي دي، چي هغه کسان چي د بشري حقونو په ترپښو لاندي کولو باندي تورن دي، پر دولتي چوکيو په دندو ونه گوماري. داسي ويل کيږي چي هم د ولسمشر غني او هم د اجرائيه رئيس عبدالله په اړخ کي داسي کسان سته چي په جنگي جنايتونو تورن دي.

د «کابل جلاد» د محاکمه کولو غوښتنه

د انتقالي عدالت ډلي دغه راز له آلمان هيواد څخه وغوښتل، څو هغه کس چي د عادل په نوم په آلمان کي ورځپاڼي پلوري او د «کابل جلاد» په نوم نومور دئ، عدالت ته وسپاري.

څو کاله دمخه په آلمان کي د «فوکس مجلې» له خوا داسي راپور خپور سو چي پکښي د عادل په مستعار نوم، يو نفر د آلمان په مونشن ښار کي ورځپاڼي خرڅوي چي په افغانستان کي ئې په زرونو کسان وژلي دي.

دغه ۶۰ کلن عادل نومی په افغانستان کي د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پرمهال د استخباراتو ادارې د پوښتنو گروېږنو رئيس وو. په دغه راپور کي راغلي ول، چي د آلمان د بايرن ايالت د جنايي ادارې د اسنادو د معلوماتو له مخي عادل د نزدې ۳۰ زرو افغانانو په وژنه تورن دئ.

تيرکال بيا د هالند هيواد له خوا د نزدې ۵۰۰۰ وژل سوو افغانانو يو نوملړ او مشخصات خپاره سول، چي په ۱۳۵۷ او ۱۳۸۵ کلونو کي په بېلابېل ډول وژل سوي دي.

دغه ليست د هغو پنځو زرو کورنيو اميدونه ور خاوري کړل چي تر اوسه پوري د خپلو ورکو سوو دوستانو د بيرته راتگ په تمه ول.