1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جهاني: افغانان يووالي، سولي او امنيت ته اړتيا لري

۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبه

د هيواد پېژندل سوى شاعر، ليکوال، فلکوريسټ او تاريخ ليکوونکى عبدالباري جهاني خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته تللی او هلته يې له فرهنګيانو، قلموالو، شاعرانو اوليکوالانو سره په ليدنو کتونو بوخت دی.

https://p.dw.com/p/12uh2
« د ملالي او نازو د سترگو توره د ايوب د بگړۍ وله جهاني ننگرهار او کندهار درباندي وياړي د ارغند د باغ بلبله جهاني»
« د ملالي او نازو د سترگو توره د ايوب د بگړۍ وله جهاني ننگرهار او کندهار درباندي وياړي د ارغند د باغ بلبله جهاني»انځور: DW

کندهار ته د جهاني په ورتگ سره د هغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست يوه ځانگړې مشاعره جوړه او د جهاني ور تگ ددوی په خبره پر لېمو ولمانځه.

د کندهار د اطلاعاتو کلتور رئيس عبدالقديم پتيال په وينا جهاني مبتکر شاعر، تکړه فولکوريسټ، محتاط ليکوال، مدقيق تاريخ ليکوونکی او وتلى منظوم ژباړن دی.

د هغه په خبره، جهاني هغه څوک دى، چي پښتانه يې د انګريزي ادب څخه خبر کړي، خيام اوبګهت کبيريي ور پيژندلي.

« دانګريزي، فارسي او دري ژبو څخه د ښاغلي جهاني منظومي ترجمې، زما په فکر که له احتياط څخه کار واخلو تر اوسه پوري په پښتو کي په دغسي ډول په زړه پوري او خوندوري منظومي ترجمې نه دي سوي. خصوصاً د انګريزي ژبي څخه د دوی مستقيلي مغتنمي دوې مجموعې، چي دا واقيعاً موږ د نړۍ له ادبياتو سره په ډېره اسانۍ باندي، بلدولاى سي. دا تر ټولو ستر احسان او ستره پېرزوينه د ښاغلي جهاني صاحب له طرفه پر پښتو او پښتنوباندي ده.»

د کندهار د ادبي ډگر ځوانان د جهاني وينا ته غوږ دی.
د کندهار د ادبي ډگر ځوانان د جهاني وينا ته غوږ دی.انځور: DW

په غونډه کي د کندهار پوهنتون د پښتو څانګي استاد څېړنمل شېرشاه رشاد هم جهاني په اوسمهال کي د شعرد مينانو د زړونو سلطان ياد کړ اودده هڅي يې د پښتوادب په پياوړتيا کي نه هيريدونکي وبللې.

« د پښتو ادبياتو په تاريخ کي د معاصري دورې په پښتو شاعرۍ کي زه په خپل اند ښاغلى جهاني صاحب، د پښتو شاعرۍ د زړونو سلطان شاعر ګڼم.»

د جهاني په اړه له ويناوو څخه وروسته ګڼ شمېرشاعرانو د جهاني د ادبي ځواک د پياوړتيا ستاينه په شعرونو کي وکړه. چا د نازو او ملالي د سترګو تور وبلى، چا بيا د پښتو شعري بهير سرتاج او نورو بيا د لر او بر پښتنو د بګړۍ له ګل سره تشبيه کړ.

د ملالي او نازو د سترگو توره

د ايوب د بگړۍ وله جهاني

ننگرهار او کندهار درباندي وياړي

د ارغند د باغ بلبله جهاني

د مشاعرې په منځ کي خپله همدغه پياوړي او منل سوي شاعرعبدالباري جهاني د شعرونو د پيلولو تر مخه پر ټولو پښتنو ږغ وکړی، چي سره يوسي د هيوا دساتني، يووالي، سولي او امنيت په ټينګولو کي ډېره هڅه وکړي، د لهجو په ښه والي او بدوالي کي خپل وخت ضايع نه کړي.

« د تاريخ په اوږدو کي پښتانه او پښتو ژبه له داسي نيستۍ سره نه وه مخ سوې.»

جهاني ټول پښتانه چي په هره لهجه خبري کوي يو و بلل او پر حاضرينو يې ږغ وکړ:

« هرڅوک چي دغلجي او د راني په نومونو جلاجلا ټولني جوړوي هغه د پښتنو د يووالي د ښمنان دي، او خاينان دي هغوى له خپله منځه وباسي.»

جهاني خپل شعرونه په موناجات پيل کړل او په زاريو کي يې يو ځل بيا د خپلواک افغانستان غوښتنه وکړه.

لويه خدايه درنه غواړم بيا خپلواک افغانستان مي

هغه غرونه پټ په واورو هغه لعل د بدخشان مي

شگوفې مي د بادامو گل غونډۍ او ارغوان مي

سره گلونه د انارو کندهار غېږ د جانان مي

بوی د گلو د نارنجو ننگرهار ښکلي زلميان مي

له امو تر ارغندابه يوه کړيکه يو ميدان مي

جهاني د ښکلې او سمسورتيا تر څنگ داسي افغانستان غواړي، چي په هغه کښي د افغانانو خپل واک او اختياروي، هلته ټول هيوادوال لکه د يوې مور اولادونه په خوښۍ او يووالي د يو او بل تر څنگ ژوند کوي.

خدايه داسي وطن غواړم چي مي خپل پکښي واکمن وي

چي قومونه سره خپل وي د يوې ابۍ زامن وي

داسي ملک در څخه غواړم چي مي خپلي وي پلټني

غرونه خپل سيندونه خپل وي

زموږ کيږدۍ وي پکښي پلني

جهاني وايي دا هيواد د ټولو قومونو گډ کور دی. دلته پښتانه، تاجکان، ازبکان هزاره گان او نور مليتونه له زرگونو کلونو راهيسي د يو او بل سره د هيواد په هر غم او ښادۍ کي گډ پاته سوي دي او هيڅ کله افغانستان بېله دغو قومونو جوړيدای نه سي.

دا وطن د پښتنو دی

دا وطن دی د تاجکو

دلته کور د هزاره دی

دلته اور دی د ازبکو

له پيړيو دلته اوسي

په پيړيو به اوسېږي

په عزل کي سره خپل و

په قيامت به جلا کيږي

د مشاعرې څخه وروسته يو شمير شاعرانو د خپلو نظرياتو د څرګندولو پر مهال کندهار ته د جهاني راتګ نيک فال يادکړ او ځينو خو آن دده راتګ له الهامونو ډک وبلی.

« کندهارته د جهاني صاحب راتګ ډېره مثبته اغيزه کوي،ځکه دى، د اوسمهال شعر پېغمبردی.»

« کندهار ته د جهاني صاحب راتګ پر ښه فعال باندي نيسو او داسي انګيروو چي کندهارته د شعرونو جهان راغلى دى

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل