1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جورج بوش او په منځني ختيځ کې دموکراسی او پرمختک

Philipp, Peter Scharm el Scheich DW ۱۳۸۷ خرداد ۱, چهارشنبه

د نژدی ختيځ په کومه اقتصادی نړيواله غونډه کی چی د مصر د شرم الشيخ په ښارکی شوۍ وه، د آمريکۍ د متحده ایالتونو جمهور ریس جورج ډبليو بوش يو ځل بيا د دۍ ګواښ کړی دی چی بايده دی په دغه سیمه کی د زیاتی ډيموکراسۍ دپاره هل

https://p.dw.com/p/E3hW
بوش په سودی عربستان کې
بوش په سودی عربستان کېانځور: AP

 اوبيا بوش دا خبره هم کړی چی  په نزدی ختيځ کی ډير مثبت برمختګونه هم راغلۍ دی.

کوم پرمختګونه؟

که سره رښتيا ووايو، نو د نژدی ختيخ په  هيوادونو وکی څه  چی نشته هغه  ولسواکی يا ډيموکراسی ده . د نژدی ختيځ په هیوادونو کی يا لرغونۍ فیوډالې رژيمونه چليږی اويا د زورواکی نظامونه.

او که چيرۍ د دیموکراسی څخه  هم خبرۍ کيږی نو بيا هم هغسی ديموکراسی نشته څنګه چی په اوروپا يا د آمریکۍ په متحده ایالتونو کی تری خبرۍ کیږی. په نژدی څتيځ يا ډیرو نورو هيوادونو کی که چيرۍ د دیموکراسی پوښتنه مطرح هم وی نو په دی مانا به وی چی په يوه محدود چوکاټ کی ټاکنی کیږی، داسی ټاکنی چی مخکی دمخه سړی پوهيدلای شی چی په دغه ټاکنو کی به ګټونکی څوک وی. 

نن ورځ د نژدی ختيځ په تر ټولو محافضه کارو هيوادونوکی هم داسۍ يو قشر وده کړی چی  سړی ورته منځنی قشر ویلای شی. دوی هغه کسان دی چی په لویدیځو هیوادونو کی روزل شوی خو په اصطلا لويدیځ ځپلۍ ندی.  د نژدی ختيځ په هیوادونو کی داسی په کار پوه ځوانان شته دی چی دوی پخپل هيواد او سيمه کی فعال متصديان بلل کیږی او د دوی د فعاليتونو لمن د هيواد له پولو څخه بهرهم غزيدلۍ. په دغه هيوادونو کی اوس داسی تعلیمی موسسی او انستيتوتونه جوړشوی چی بهرته دتعليم کولو د پاره د پخوا په شان اړه نه لیدل کيږی. او دغه روزل شوی قشر به وشی کولای ددغی سيمۍ انځور  بدل کړی.