جوزجان: د محبس په ښورښ کي ۴ تنه وژل سوي دي
۱۳۹۳ اسفند ۱۷, یکشنبه
د افغان چارواکو په خبره د جوزجان د ولایت په محبس کي ښورښ هغه وخت رامنځته سو، چي د محبس ساتونکي د چړو، موبایل تلیفونو او یا نورو ممنوعه وسایلو په لټه کي وه.
د جوزجان د امنیې قومندان فقیرمحمد جوزجاني الماني خبري آژانس dpa ته ویلي دي، چي بندیانو د محبس پر درو پولیس افسرانو باندي حمله وکړه «هغوی درې افسره په خپلو چړو او یا د افسرانو په وسلو باندي وژلي دي.»
جوزجاني زياته کړې ده، چی تر دې حملې وروسته نورو بندیانو هم په بغاوت باندي لاس پوري کړ، چي د فیرونو په تبادله کي یو بندي وژل سوی او لس تنه نور ټپیان سوي دي.
جوزجاني وویل، چي څلور پولیس او یو څارنوال د بندیانو لخوا یرغمل نیول سوي وه، او د محلي ادارې غړو کوښښ وکړ، چي د دغو کسانو د خلاصولو په خاطر خبري وکړي.
د امنیې د قومندان په خبره «ښورښي بندیان طالب جنگیالي وه. زه گمان کوم، چي دا د محبس څخه د تښتیدلو یوه دسیسه وه.»طالبانو تر اوسه پوری په دې هکله څه نه دي ویلي.
دغه محبس چي د جوزجان په مرکز شبرغان کي موقعیت لري، په دوو جلا برخو کي ۸۰۰ نارینه او ښځینه بندیان لري. ټوله بندیان د دوو ولایتونو جوزجان او سرپل څخه دي.