1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جوهر څارنایف پر خپل ځان لګیدلي تورونه رد کړل

مسعود جهش (AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ تیر ۲۰, پنجشنبه

د بوستون د ډله ییزې ځغاستې د بمې بريدونو په پېښه کې اصلي تورن جوهر څارنایوف، پر هغه باندې لګیدلي ټول ۳۰ تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې بیګناه دی. پر جوهر باندې لګیدلي ۱۷ تورونه د مرګ او یا هم عمربند سزا وړ دي.

https://p.dw.com/p/1960Y
Defense attorneys Miriam Conrad (L) and Judy Clarke (centre) flank Dzhokhar Tsarnaev as Judge Marianne Bowler (R) looks on in court in Boston, Massachusetts in this July 10, 2013 court sketch. Accused Boston Marathon bomber Dzhokhar Tsarnaev made his first court appearance after being charged with killing three marathon spectators on April 15, and later shooting dead a university police officer. REUTERS/Jane Rosenberg (UNITED STATES - Tags: CRIME LAW)
Anschläge Boston Marathon Zarnajew vor Gericht Gerichtszeichnung 10. Juliانځور: Reuters

د چهار شنبې په ورځ جوهر څارنایوف د بوستون په ډله ییزې ځغاسته کې تر بمې چاودنو وروسته د لومړي ځل له پاره په عام محضر کې څرګند شو او په محکمې کې یې پر ځان باندیې ټول لګیدلي تورونه رد کړل. پر جوهر باندې په لګول شویو تورونو کې د ډله ییزې وژنې وسلې د کارونې تور هم شامل دی.

کله چې جوهر څارنایوف ته پر هغه باندې ۳۰ لګیدلي تورونه واورول شول نو هغه تر هر تور وروسته د «بیګاه یم» عبارت په لوړ آواز ووایه. امریکايي چارواکي وايي چې جوهر اوس ادعا کوي چې مشر ورور یې چې تیمرلن څارنایف نومیده، په بوستون کې د ډله ییزې ځغاستې پر مهال دوه بمونه په بیلابیلو ځایونو کې ځای پر ځای کړي ول.

د جوهر مشر ورور د بوستون تر بریدونو وروسته له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی وو. خو پخپله جوهر څارنایف بیا وروسته د پولیسو له خوا په ټپي حالت کې موندل شوی وو.

جوهر څارنایف ته د هغه د تورونو د اوریدو پر مهال په محاکمې کې د بوستون د پېښې قربانیانو هم حضور لاره. د دغو قربانیانو له ډلې څخه یو شمیرو یې د خپل بدن غړي هم له لاسه ورکړي دي. پر دې سربیره د بوستون په چاودنه کې درې تنه وژل شوي هم ول.

له محکمې څخه بهر هم یو شمیر پولیسو د خپل هغه ملګري په درناوي سره راټول شوي ول چې ویل کیږي د بوستون تر چاودنو وروسته د څارنایف د ورونو له خوا وژل شوی وو.

څارنوالانو ویلي دي چې د جوهر څارنایوف د محکمې بهیر ښايي له درو څخه تر څلورو میاشتو پورې دوام وکړي. د هغوی په خبره په دې ترڅ کې به له ۸۰ تر ۱۰۰ شاهدانو څخه پوښتنې او ګرویځنې وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب