1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي۷ د جي۸ غونډه لغو کړه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۵, سه‌شنبه

د روسيې له خوا د اوکرايين د کريميا ټاپو د خپلولو په غبرگون کي د نړۍ د اوو صنعتي هيوادونو مشرانو د روسيې په سوچي ښار کي د «جي۸» غونډه لغو کړه. خو کرملين په دغه شان خبرو پسې سر نه گرځوي.

https://p.dw.com/p/1BVI2
انځور: Reuters

په دينهاگ کي د اټومي امنيت د نړيوالي غونډي په حاشيه کي د نړۍ د اوو سترو صنعتي هيوادونو، امريکا متحده ايالات، کاناډا، آلمان، فرانسه، بريتانيا، ايټاليا او جاپان مشرانو پريکړه کړې ده چي په روسيه کي د جي۸ غونډي پر ځای به د روان کال په جون مياشت کي په بروکسل کي د جي۷ غونډه راوبلي.

په پلان کي وه چي د جون مياشتي په لومړيو کي د روسيې د المپيک په سيمه سوچي کي د جي۸ غونډه راوبلل سي. خو غرب دغه غونډه پر کريميا باندي د روسي تر پوځي اقدام وروسته لغو کړه. د غونډي لغو کېدل د تعجب خبره نه ده. روسيه په ۱۹۹۸ کال کي د اووه کسيز کلب غړې سوه، چي وروسته بيا جي۸ ونومول سول.

له دينهاگ څخه په خبره سوې وينا پاڼه کي ويل سوي دي چي «دغه ډله د يوه واحد فکر او مسئوليت په دليل سره راټوليږي.» په بيانيه کي زياته سوې ده «روسيه په دې وروستيو اوونيو کي همږغي نه ښيي.» دغو مشرانو ويلي دي «موږ به د جي۸ غونډه ته بيرته هغه مهال ور وگرځو چي روسيه په خپل دريځ کي بدلون راولي او د جي۸ غونډي د بحث فضا رامنځ ته سي.»

دغي ډلي د اوکرايين د کريميا نيمه ټاپو د روسيې له خوا د خپلي خاوري گرځول وغندل او مسکو يې له نړيوالو قوانينو څخه په سرغړونه تورن کړ. دغه ډله په کريميا کي روسي پلوه ټولپوښتنه او له روسيې سره د دغي سيمي يوځای کېدل په رسميت نه پېژني.

د جي۷ ډلي په بيانيه کي راغلي دي چي روسيه بايد له نورو بنديزونو سره هم حساب وکړي. «د دغو بنديزونو نتيجه به د روسيې پر اقتصاد باندي ډېره اغېزه ولري.»

د روسيې غبرگون

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د جي۷ د پريکړي په اړه په دينهاگ کي خبريالانو ته وويل: «کله چي زموږ غربي ملگري غواړي چي دوی له جي۸ څخه خلاص دي، موږ نه غواړو چي په هغوی پوري و نښلو.» هغه زياته کړه «جي۸ يو غير رسمي کلب دی، د دغه کلب غړي د غړيتوب کوم کارت نه لري. هلته څوک کولای نسي چي يو بل څوک وباسي.» د روسيې د بهرنيو چارو وزير وويل: «اوس به نو پر ټولو مهمو مسائيلو باندي په جي۲۰ غونډه کي بحث کيږي.»

پوتين په بانک کي حساب پرانيست

د کرملين مشر ولاديمير پوتين هم د جي۷ پريکړي په اړه په سړه سينه غبرگون وښود. پوتين دغي پريکړي ته په غبرگون کي په هغه بانک کي خپل حساب پرانيست چي د امريکا متحده ايالاتو له خوا ورباندي بنديز لگول سوی دی.

د انترفکس خبري آژانس د راپور له مخي د پوتين وياند ديميتري پيسکو، ويلي دي چي د جمهور رئيس ولاديمير پوتين مياشتنی معاش به نور دغه بانک ته انتقاليږي. د دغه باندي اصلي سهم لرونکی يوري کوالچوک، د روسيې له جمهور رئيس سره نژدې اړيکي لري.