1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي ۲۰ سرمشريزه له ډېرو ستونزو سره پيل شوه

۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعه

صدراعظمه مېرکل له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان ده. د اقليم ساتنې او سوداګرۍ په هکله نظرونه وېشلي دي. سربېره پر دې ترمپ او پوتين غير رسمي غونډې بللې چې ښايي له اصلي سرمشريزې څخه پام واړوي.

https://p.dw.com/p/2g7FV
Deutschland G20 Proteste in Hamburg
انځور: Reuters/H. Hanschke

هامبورګ ښار په عمومي ډول آرام او غلی دی، يوازې د دغه ۱،۸ ميليونه اوسېدونکي لرونکي ښار په ځينو برخو کې لکه شانڅن فيرتل، سانکت پاولي او آلتونا کې اخ و ډبونه وليدل شول.

پوليسو د پنجشنبې په ماښام د «تور بلاک» په نوم د کيڼ اړخو يوه مظاهره وپاشله چې زر تاوتريخجن کسان پکې راټول شوي ول. ۶۰۰۰ نور مظاهره چيان لا په هامبورګ کې شتون لري. د مظاهره چيانو له خوا په پيل شوو دغو اخ و ډبونو کې ۷۶ پوليس ژوبل شوي دي.

Infografik Karte Sicherheitszonen während des G20-Gipfels in Hamburg PAS

د اقليم د ساتنې په سر اختلافات

د ۱۹ مخکښو صنعتي او د صنعتي کېدو په درشل کې د ولاړو هېوادونو او اروپايي اتحاديې دغه سرمشريزه د ځمکې د توديدو په هکله د يوه بحث د لارې شروع کيږي. په دغه بحث کې د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، او د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، ونډه نه اخلي. هغوی د جمعې په ماسپښين خپله لومړنۍ رسمي سرمشريزه بللې ده. دا چې ترمپ د اقليم ساتنې په هکله په خبرو کې برخه نه اخلي، د سرمشريزې آلماني مشرانو ته اشاره ده چې امريکايانو ښايي غوښتي وای دغه موضوع له ګډې بيانيې څخه حذف کړي. 

د سرمشريزې په څنډه کې نورې سرمشريزې

انګلا مېرکل د سرمشريزې د مشرې په توګه هڅه کړې وه چې د مخامخو يا تليفوني خبرو د لارې د جي ۲۰ له مهمو برخوالو سره سرې کرښې مشخصې کړي. خو د جي شل ناستو دغه لسمه ګڼه د نړيوالو سياسي کړکېچونو تر سيوري لاندې راغلې ده.

مېرکل له سرمشريزې مخکې ويلي وو چې «نړۍ بې قراره ده». د امريکايي مېلمنو په نظر د جي ۲۰ اصلي اجنډا هسې مهمه نه ده، هغه د مالي سياست تر څنګ، ديجيتالي دورې ته اقتصادي او سياسي بڼه ورکول، د افريقا له پاره د پانګونې پروګرامونه وضع کول او د ښځو زيات حقونه رانغاړي.

د متحده آيالاتو ولسمشر ترمپ، د روسيې له ولسمشر پوتين، او د چين له ولسمشر شي، سره شخصي ليدنو ته ترجيع ورکوي. په دواړو باندې ترمپ هامبورګ ته تر رسېدو مخکې کلکې نيوکې کړې وې. په حواله يې روسيه «د بې ثباتۍ يو رول» لوبوي. په پولنډ کې د پنجشنبې په ورځ په شويو دغو څرګندونو کې ترمپ البته ونه ويل چې آيا مقصد يې د اوکراين په کړکېچ کې د پوتين دريځ يا د ۲۰۱۶ کال په امريکايي انتخاباتو کې د روسيې هکري بريدونه ول.

Infografik Welche Länder sind Teil der G20 PAS

د اوکراين د کړکېچ دري اړخيزه سرمشريزه

ترمپ ښايي د اوکراين کړکېچ ته خپله پاملرنه واوړوي. د جي ۲۰ سرمشريزې په څنډه کې به انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون، له پوتين سره خبرې وکړي. دا چې د دغو لنډو خبرو پايله به څه وي، لا څرګنده نه ده. تر اوسه پورې روسي پلوو ياغيانو د اوکراين په ختيځ کې د مينسک د سولې د پلان ټکي عملي کړي نه دي. روسيه دغه خبره ردوي او پړه پر اوکراين باندې وراچوي.

د شمالي کوريا اتومي وسلې

د چين له ولسمشر شي سره بيا ترمپ غواړي چې د جي ۲۰ له آسيايي غړو سره يو ځای د شمالي کوريا د کړکېچ په هکله وغږيږي. ترمپ پر چينايانو باندې تور لګولی دی چې د شمالي کوريا پر ديکتاتور باندې کافي فشار نه واردوي. ترمپ په تکرار سره ويلي دي چې د شمالي کوريا له خوا اتومي ګواښ به دی هيڅکله هم ونه زغمي.

Infografik Wirtschaftliche Leistung der G20-Länder PAS