1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي پاکستان ته سفر کوي

هما ناصري (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۲۱, دوشنبه

تاکل شوې ده چي د دې مياشتي په وروستيو کي به افغان ولسمشر حامد کرزی، پاکستان ته سفر وکړي. د کرزي د سفر موخه له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبري اتري ښوول شوې ده.

https://p.dw.com/p/19OFm
Afghanistan's President Hamid Karzai (2nd R) arrives at Gardermoen Airport in Oslo, in this picture provided by Scanpix February 4, 2013. REUTERS/Vegard Grott/NTB Scanpix (NORWAY - Tags: POLITICS) ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. NORWAY OUT. NO COMMERCIAL OR EDITORIAL SALES IN NORWAY. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS. NO COMMERCIAL SALES
Afghanistan Präsident Hamid Karzai in Osloانځور: Reuters

په پاکستان کي يوه افغان ديپلومات ويلي دي چي کرزی به د اگست مياشتي په پای کي د افغانستان د سولي په پروسه کي له وسله والو طالبانو سره د خبرو په اړه له پاکستاني چارواکو سره وږغيږي. د افغانستان د سولي په پروسه کي د پاکستان رول ‌ډیر ههم بلل کیږي. اوس تلاښ کيږي چي مخکي له دې چي په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه ټول جنگي بهرني ځواکونه ووځي افغان حکومت بايد له طالبانو سره یوه جوړ جاړي ته ورسيږي او جګړې ته د پای ټکی کښېښوول شي.

طالبانو د روان کال په جون میاشت کي د قطر هيواد په پلازمېنه دوحه کښي د خبرو اترو له پاره یو دفتر پرانسيت او په هغه کي يې د خپلي واکمنۍ د مهال سپين بيرغ پورته کړ. خو دغه کار ولسمشر حامد کرزی په غوسه کړ او له هغوی سره يې هر ډول خبري اتري تحریم کړې.

په پاکستان کښي د افغانستان سفیر عمردولت زي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۱۲) خبریالانو ته وويل، چي ولسمشر حامد کرزی به د مياشتي په پای کي له پاکستاني چارواکو سره وگوري. له هغه وخت راهيسي چي په پاکستان کي نواز شريف ټاکني گتلي دي دا دغه هيواد ته د کرزي لومړی سفر دی.

تمه کېده چي د نواز شریف دولت به د دواړو هیوادنو تر مینڅ اړیکي ښې کړي خو دا هیلي هغه مهال ناهيلي شوې چي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پر پاکستان باندي تور ولګاوه چي دغه هيواد طالبانو ته د کابل له حکومت سره د قدرت د وېش په اړه فکر ورکړی دی. خو پاکستان دا تور په کلکه رد کړ.

حامد کرزي د خپلي واکمنۍ له پيله (۲۰۰۲کال) پاکستان ته ۱۹ سفره کړي دي. په دغو سفرونو کي ژمني ‌ډیري سوي دي خو نتيجه يې ډيره لږ ورکړې ده. افغان چارواکو په وارو وار د پاکستان پر دوه مخي سیاست نیوکي کړي دي او پاکستان يې د تروریزم په اړه جګړه کي په نه همکارۍ تورن کړی دی.

په پام کي ده چي حامد کرزی به د اګست مياشتي پر ۲۶ پاکستان ته دوه ورځنی سفر وکړي. په دهغه سفر کي به د سولی شورا مسئولین هم ورسره وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب