1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي په وردگو کي د ملکي تلفاتو د څېړني امر کړی

۱۳۹۰ مهر ۲۶, سه‌شنبه

افغان ولسمشرحامد کرزي په ميدان وردګو ولايت کي د ملکي تلفاتو په اړه د پراخو څيړنو امرکړی دی. ويل کيږي چي د يکشنبي په شپه بهرنيو ځواکونو ددغه ولايت د بند چک په ولسوالۍ کي د شپې پر مهال پر يوه کورچاپه وهلې او څو تنه يې وژلي

https://p.dw.com/p/12ttJ
«ناټو د دغسي پيښو د رامنځ ته کيدو وروسته په وار وار ويلي، چي د دوی موخه طالبان وي»
«ناټو د دغسي پيښو د رامنځ ته کيدو وروسته په وار وار ويلي، چي د دوی موخه طالبان وي»انځور: picture-alliance/ dpa

د ولسي خلکو مرګ ژوبله هغه مسله ده چي په وار وار يې د بهرنيو ځواکونو او افغان دولت تر منځ لانجي رامنځ ته کړي دي.

افغان ولسمشر روان کال په خپله يوه وينا کي ويلي ول، چي که چيري بهرني ځواکونه له ولسي مرګ ژوبلي لاس وا نه خلي نو افغانان به هغوی د يرغلګرو ځواکونو په توګه وپيژني او تاريخ ثابته کړې چي افغانان له يرغل ګرو سره څه ډول عمل کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته په را استول سوې وينا پاڼه کي راغلي، چي په دغه حمله کي، چي د ناټو ځواکونو له لوري سوې، د ولسي جرګي د يوه پخواني غړي سميع الله شيرزاد دوې پيغلي لوڼي او يو وراره وژل سوی دی.

په وينا پاڼه کي د ولسمشر کرزي له قوله راغلي چي د ملي دفاع، کورنيو چارو، ملي امنيت او د ميدان وردګو د ولايتي ادارې يوه پلاوي ته دستور ورکړل سوی، چي د دغي پيښي څرنګوالی روښانه او نتيجه يې ارګ ته وسپاري.

د ميدان وردګو بند چک ولسوالي هغه سيمه ده، چي په دي ورستيو کي يې امنيتي حالت ډير خراب سوی دی.

په دغه سيمه کي څو مياشتي دمخه د امريکايي ځواکونو يوه څرخي الوتکه د طالبانو تر بريد لاندي راغله چي په پايله کي يي ديرش تنه ځانگړي امريکايي سرتيري ووژل سول.

په کابل کي ناټو ځواکونو، ددې پيښي په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.

ناټو د دغسي پيښو د رامنځ ته کيدو وروسته په وار وار ويلي، چي د دوی موخه طالبان وي خو کله ناکله ناسم استخباراتي معلومات ددې عامل سي، چي ملکي کسان پکښي له منځه ولاړ سي.

د ملګرو ملتونو يو راپور، چي څه موده مخکي خپور سو پکښي دولسي وګړو پر مرګ ژوبلي شديده انديښنه ښودل سوې وه.

په راپور کي د دغسي مرګ ژوبلي د غټ شمير پړه پر طالبانو ورپسي پر ناټو ځواکونو او په دريم ځای کي پر افغان دولت اچول سوې وه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل