1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی: آلمان د اروپا د ثبات ستن ده

۱۳۹۶ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

آلمان په نړیوال ډګر کې داسې یو متحد دی چې ډیر نور هیوادونه ورسره کار ته لیوالتیا لري. د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې د اروپا د ثبات د ستني په توګه، د آلمان راتلونکي ټاکنې ډیري مهمي دي.

https://p.dw.com/p/2jO3C
FILE PHOTO - Former Afghan president Karzai speaks during an interview in Kabul
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د نړۍ په اوسنۍ سناریو کې آلمان د ثبات لنګرګاه ده او د نړۍ داسې یو اقتصاد دی چې ډیر نور هیوادونه یې د لرلو غوښتنه لري. له همدې کبله د سپتمبر میاشتې پر ۲۴مه نیټه د دې هیواد پارلماني ټاکنو په نړیواله کچه ډیر پام ځان ته اړولی دی.

طبعاً موږ په افغانستان کې هیله لرو چې د ټاکنو پایله چې هر څه وي، د آلمان غښتلی اقتصاد به د خپل اعتبار ښوولو ته دوام ورکړي. دا به نه یوازې د دې له پاره ښه وي چې آلمان خپلو پرمختیایي مرستو ته دوام ورکړي – چې له کبله موږ افغانان دیر منندویه یوو – بلکي د تکنالوژي او پانګونې په برخو کې به هم مرستې دوام ومومي. د آلمان له صادراتو سره هم د افغانستان لیوالتیا کومه پټه خبره نه ده.

آلماني توکي زما په هیواد کې د هغوی د کیفیت او جوړښت له کبله ډیر خوښیږي. دا کومه نوې خبره نه ده او تاریخ یې آن یوه پیړۍ شا ته ګرځي، کله چې آلمان له افغانستان سره خپلي تجارتي اړیکې پیل کړې.

د کډوالو د سیاست له کبله آلمان ته درناوی

د نړۍ د یو شمیر مخکښو هیوادونو وروستيو انتخابونو – په بریتانیا کې د بریکزیت رایه او په امریکا متحدو ایالاتو کې د یوه نامعلوم اقتصادي او سیاسي وضعیت رامنځ ته کیدل – آلمان هم له یوه نوي حالت سره مخامخ کړی دی. آلمان په اروپا کې د خپل اقتصاد د ثباب او په دې هیواد کې د ټولنیز پیوستون له کبله، د ثباب ستن ده.

که څه هم اوس د پخوا په پرتله په عوایدو کې ټوپیر ډیر شوی دی، خو بیا هم د بیکاري سلنه، د مزد پر لوړیدو سربیره هم په نسبي ټوګه ټيټه ده. دا به په آلمان کې د ټولنیز پیوستون بهیر لا پسې پر مخ بوځي او ظرفیت به د کډوالو او مهاجرت پوري تړلو موضوعاتو په برخه کې لا پسې پیاوړی کړي.

په دې برخه کې آلمان په نړیوال کچه د پام وړ خوشبیني ګټلې ده، په ځانګړې توګه په لویدیځه اسيا او افغانستان کې. په دې سیمو کې له لسیزو راهیسې آلمان لوړ حیثیت لري.

همدا اوس په اروپا کې د میشتو افغانانو ډیره برخه په آلمان کې ژوند کوي. که هغوی ته مناسبه فضا رامنځ ته شي نو زموږ خلک د دې ظرفیت لري چې له اقتصادي او ټولنیز لحاظه خپله ونډه ادأ کړي. کله چې له خپلو آلماني ملګرو سره خبري کوم، په هره اندازه چې پر دې موضوع باندې ټینګار کوم نو بیا هم لږ وي.

زه د آلمان له خلکو څخه، چې ډیر د کار خلک دي؛ د فلسفي، ادبیاتو، موسیقي او هنر ډیر عالي سنتونه لري، غواړم چې آن د ټاکنو په وخت کې له نړیوال محیطه خپل درک نندارې ته وړاندې کړي.

زه په دې نظر یم چې له افغانستان [او یو شمیر لویدیځو اسیايي هیوادونو] څخه وروستي مهاجرتونه د داسې ګډوډیو، جګړو او انسانانو د بې ځایه کولو له کبله رامنځ ته شوي دي چې په رامنځ ته کیدو کې د یو شمیر مخکښو لویدیځو هیوادونو سیاستونو هم نقش لري. په دې وضعیت کې زموږ ونډه تر هغه ډیره کمه ده چې ډیر شمیر کسان یې فکر کوي.

موږ په افغانستان کې د آلمان له هغو مرستو ډیر ښه خبر یوو چې له موږ سره یې د پخواني شوروي د اشغال په دوره کې او تر هغه وروسته په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر پای ته رسیدو وروسته، کړي چې له خنډونو تیر شو.

ښايي ډیر په دې خبر نه وي خو په ۱۹۹۸م کال کې د آلمان حکومت د البریت بنسټ له لارې له موږ سره مرسته وکړه چې په بن ښار کې د افغانانو خپل منځنی ډیالوګ رامنځ ته کړو. وروسته بیا په ۲۰۰۱م کال کې، د آلمان بن ښار د یوه ډیر مشهور کنفراس کوربه وو چې په افغانستان کې یې تر طالبانو وروسته بهیر پرانیست. زه به خوشحاله شم چې که آلمان تر ټاکنو وروسته هم په افغانستان کې خپل رغوونکي نقش ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه د روزنې، زموږ د امنیتي سیستمونو په برخه کې د ظرفیت رامنځ ته کولو، پرمختیایي مرستو او په افغانستان کې د سولې له راوستولو سره د مرسته کولو په برخو کې.

ما د آلمان له دوو وتلو مشرانو سره د کار ویاړ لرلی دی. صدراعظمه میرکل د یوې ونې په څیر پیاوړې پاتې شوې ده. زما د کاري دورې په لسو کلونو کې هغه هم په آلمان کې پر واک پاتې شوې ده او زه د خپل هیواد له پاره د هغې د لاس خلاسې او سنجیده مرستو له کبله منندویه یم. ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر، هم زموږ د اړیکو د پيچلتيا او امکاناتو ډیر ژور درک ښولی دی.

په آلمان کې باید حکومت د ایتلافونو په پایله کې رامنځ ته شي. اوس نو خلک د دې ځواک لري چې داسې یو رغوونکی ایتلاف رامنځ ته کړي چې آلمان ته د دې وړتیا ورکوي چې په اروپا او نړۍ کې خپل پوره ظرفیت [پوتینسیال] نندارې ته وړاندي کړي.

ليکونکی: د افغانستان پخوانی جمهوررئيس حامد کرزی