1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حلب یو وار بیا د جګړې له پاره امادګي نیسي

۱۳۹۵ آبان ۱۵, شنبه

روسیې د یاغیانو بریدونو ته په اشارې سره اعلان کړی دی چې د بشردوستانه یو اړخیز اوربند موده نه غځوي. حکومتي ضد جنګیالیو هم د یوه نوي برید له پاره امادګي ښولې ده.

https://p.dw.com/p/2SCcH
Syrien Bombenangriff in Aleppo
انځور: picture alliance/AP Photo

د جمعې په ماښام د روسیې له خوا اعلان شوی اوربند په داسې وخت کې پای ته ورسید، چې د حلب له ختیځې برخې څخه د وتلو له پاره د ملکي خلکو او یاغیانو له خوا کومه استفاده نه ترسترګو کیدله.

د «سوریې له پاره د بشري حقونو سازمان» چې مقر یې په لندن کې دی او د سوریې په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي شبکه لري ویلي دي :«موږ د داسې کومې پيښې شاهدان نه وو چې یو ملکي یا جګړه مار دې د ښار له ختیځې برخې څخه وتلی وي.»

د روسیې د دفاع وزارت رپوټ ورکړی دی چې دوه تنه پوځي منسوبین یې د یاغیانو له خوا په ډزو کې ټپیان شوي دي. د سوریې دولتي رسنیو بیا د ښار له ختیځې برخې څخه د هوان مرمیو له کبله د یوې حکومتي پلوه رسنۍ د یو تن ژورنالست د ټپې کیدو خبر ورکړی دی.

مسکو چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد کلیدي متحد دی ویلي دي چې د یاغیانو له خوا د وروستیو بریدونو له امله «بشردوستانه اوربند» نه تمدیدوي. روسیه پر یاغیانو تور لګوي چې له دغه موقت اوربند څخه د خپلو مرکزونو د پیاوړي کولو له پاره استفاده کوي.

د یاغیانو د سیاسي دفتر بریګارد، یو غړي یاسر الیوسف، چې په همدغه ښار کې دی ویلي دي :«دغه اعلامه بې ارزښتنه ده...موږ پر روسانو او د هغو ټول کم ارزښتنه ابتکاراتو یې هیڅ باور نه لرو.»

وروسته تر دې چې د سوریې حکومت د روسیې په ملاتړ د سپټمبر په میاشت کې د حلب د بیرته نیولو له پاره عملیات په لاره واچول، سلګونه ملکي خلک په دغه ښار کې چې د یاغیانو تر کنترول لاندې وو ووژل شول.

دا کار د دې سبب شو چې اروپایې اتحادیه روسیې ته خبردارې ورکړي چې د دوی دغه اقدامات شاید «د جنګي جنایاتو تر حده» وي. همدارنګه ملګرو ملتونو خبردارۍ ورکړ چې یاغي ډلې هم شاید د جنګي جرمونو مرتکب ګرځي، خو دواړو خواو د ملګرو ملتونو ادعاوې رد کړي دي.

ملکي خلک په خطر کې دي

ملګرو متلتونو ویلي دي چې دوی د اکتوبر په میاشت کې هم د ورته او تر دې اوږد اوربند پر مهال نه وو توانیدلي چې په دغه ښار کې نږدې ۲۵۰ زره محاصره شوو ملکیانو ته مرستې ورسوي، او دا وار یې د سیمې د تخلیه کولو او ملکیانو د ژغورنې له پاره هیڅ ډول کوښښ نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دفتر ویاند دیوید سونسن، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي :« د دغه اوربند د اعلان په هکله، دا ځل ملګري ملتونه د حلب له ختیځ څخه د ملکي خلکو د را ایستلو له پاره هیڅ ډول اقدام نه کوي. موږ د حلب په ختیځ کې د بشري وضعیت په هکله ډير زیات اندیښمن پاتې کیږو. د جولای میاشتې له لومړیو څخه د دغه ښار ختیځ ته هیڅ ډول مرستې نه رسیږي.»

د ۲۰۱۱ کال را پدیخوا د کله راهیسې نه چې د سوریې حکومت په بې رحمانه توګه د اسد له واک څخه د لیري کیدو له پاره د سوله ییزو احتجاجونو سرکوبول پیل کړي دي، تر اوسه پورې په دغه هیواد کې ۲۵۰ زره انسانان وژل شوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.03.2016):