1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس او فتح په مکه مکرمه کې خبرې اترې تر سره کوي

۱۳۸۵ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د فلسطنيانو د دوو په خپلو منځو کې سره ورانو گوندونو حماس او فتح د مشرانو ليدنه کتنه د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د سه شنبې په ورځ تر سره کېږي. د سعودي عربستان په مرسته هڅه کېږي چې يو دوامدار اور بند او د ملي يووالي يو حکومت رامنځ ته شي.

https://p.dw.com/p/DKFU
ولسمشر محمود عباس او لومړی وزير اسماعيل هنيه مکې ته د خبرو په موخه رسېدلي دي
ولسمشر محمود عباس او لومړی وزير اسماعيل هنيه مکې ته د خبرو په موخه رسېدلي ديانځور: AP
تر اوسه پورې خبرې اترې همېشه بې نتيجې پاتې شوې دي او خپلمنځي جگړې زور نيولی دی. دغې ليدنې ته د منځلاري فتح گوند رئيس او د فلسطنيانو ولسمشر محمود عباس او د توندلاري حماس گوند مشر او لومړی وزير اسماعيل هنيه راتلونکي دي.