1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حنا رباني کهر د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره سوه

۱۳۹۰ تیر ۲۹, چهارشنبه

پاکستان، حنا رباني کهر، د بهرنيو چارو د وزيري په توګه نومولې ده، هغه د پاکستان د بهرنيو چارو لومړنۍ ښځينه وزيره ده. هغي ته دا دنده په داسي وخت کي سپارل کيږي چي پاکستان د ډيرو ننګونو سره مخ دی.

https://p.dw.com/p/120Dg
حنا رباني کهر
حنا رباني کهرانځور: picture alliance/dpa

۳۴ کلنه حنا کهر د سې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيري په توګه ونومول سوه. تر دې د مخه هغه د پنځو مياشتو له پاره په بهرنيو چارو کي د دولت د وزيري په توګه دنده درلوده. تردې وړاندي هغې د اقتصادي چارو او د احصايي د وزيري په توګه هم دنده تر سره کړې.

د پاکستان د ماليي پخوانی وزير شوکت ترين وايي.« دا به يو آسانه سفر نه وي پداسي وخت کي چي پاکستان د ډيرو پيچلو موضاعاتو سره مخ دی. دغه کار به په رښتيا د هغې پوخ والی و ازمايي.»

په پام کي ده چي پاکستان او هند به د جولای د مياشتي په وروستۍ اونۍ کي د بهرنيو چارو د وزيرانو په سطحه خبري پيل کړي.

هغې د خپل سياسي سفر شروع د پرويز مشرف د واکمنۍ په وخت کي شروع کړې چي د هغه وخت په کابينه کي د دولت د مالي چارو وزيره وه او بيا وروسته د « پاکستان پيپلز ګوند» سره يوځای سوه.

کهر د هغه پاکستاني ښځينه سياستوالو څخه ده چي په نږدې وخت کي د سياست ميدان ته راوتلې. پاکستان داسي هيواد دی، چي د ښځو له پاره په سياست کي ونډه اخيستل آسان کار نه دی. تر ټولو نامتو د پاکستان سياستواله او د دغه هيواد لومړۍ وزيره بې نظير بهټو وه، چي په ۲۰۰۷ م کال کي ترور سوه.

کهر د پاکستان د يوې سياسي کورنۍ سره تړاو لري او د پنجاب ايالت د مظفرګړهـ اوسيدونکې ده. هغه د پاکستان ۲۶مه او ځوانه د بهرنيو چارو وزيره ده.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل