1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حوثي ياغيان د سولي په کنفرانس کي گډون کوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۵, جمعه

وروسته له هغه چي د عبدربه منصور هادي په مشرتوب د يمن حکومت د ملگرو ملتونو د سولي په کنفرانس کي له گډون سره موافقه وکړه، حوثيانو ويلي دي چي بې له شرطه به په دغه کنفرانس کي برخه واخلي. کنفرانس به جون مياشت په ژنيو کي وي.

https://p.dw.com/p/1Fbxp
انځور: picture-alliance/AP Images

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي د يمن په کړکېچ کي دواړو ښکېلو غاړو د ملگرو ملتونو د سولي په کنفرانس کي گډون ته تياری ښوولی دئ.

د حوثيانو د سياسي دفتر غړي ضيف الله الشامي د پنجشنې په ورځ اعلان وکړ چي ژنيو ته به د ملگرو ملتونو د سولي په کنفرانس کي د گډون له پاره خپل استازی ولېږي.

الشامي ويلي دي چي دا کار د دې له پاره کوي چي د ملگرو ملتونو د سولي د کنفرانس ملاتړ وکړي. ملگرو ملتونو اعلان کړی دئ، چي کنفرانس به د جون مياشتي پر ۱۴ نېټه په ژنيو کي جوړ سي.

د چهارشنبې په ورځ د عبدربه منصور هادي دولت اعلان وکړ چي د ملگرو ملتونو د سولي کنفرانس ته به خپل استازی ولېږي.

د يمن په چارو کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اسماعيل شېخ احمد، دغه هيواد ته څو واري سفر وکړ څو ښکېلي غاړي د خبرو اترو مېز ته راوبولي او په دې بريالی سوی دئ چي دواړه اړخونه د ملگرو ملتونو د سولي په کنفرانس کي گډون ته تيار کړي.

دا لا روښانه نه ده چي ملگري ملتونو به د يمن د مخکني جمهور رئيس عبدالله صالح استازی دغه کنفرانس ته را وبلي او که نه. د صالح پلويان د يمن په اوسني کړکېچ کي د حوثيانو ملاتړي بلل کيږي.

په داسي حال کي چي حوثي ياغيانو په دغه کنفرانس کي بې له شرطه د گډون خبره کړې ده، د منصور هادي حکومت ويلي دي چي له ياغيانو سره په يوه شرط خبري اتري کوي چي هغوی «قانوني حکومت» ومني.

حوثي شيعه ياغيان اوس د يمن ډېره برخه په خپل کنترول کي لري. منصور هادي چي تر اوسه لا د يمن رسمي جمهور رئيس بلل کيږي د ياغيانو له خوا د پلازمېني صنعا تر نيولو وروسته له هيواده تېښتي ته مجبور سو. منصور هادي اوس په سعودي عربستان کي دئ.

د سعودي عربستان په مشرتوب سيمه ييز ائتلاف د منصور هادي د حکومت ملاتړ کوي او په يمن کي پر حوثي ياغيانو باندي له څو مياشتو راهيسي بمبارۍ کوي.

سعودي عربستان او متحدان ئې پر ايران باندي تور لگوي چي د حوثي ياغيانو په ملاتړ سره د يمن په کورنيو چارو کي مداخله کوي. خو ايران دا نه مني او وايي چي پر يمن باندي د سعودي هوايي بمبارۍ پر دغه هيواد باندي «يرغل» او له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخي د روان کال له مارچ مياشتي راهيسي تر اوسه پوري په يمن کي تر ۲۰۰۰ زيات انسانان وژل سوي او په زرونو نور ټپيان سوي دي.