1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«حکومت د لويو لاريو د جوړولو توان نه لري»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۸, چهارشنبه

افغانستان د خپلو لويو لارو د جوړولو له پاره نزدې ۳۴ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري. د افغان ولسمشر حامد کرزي اقتصادي سلاکار وايي چي حکومت له بهرنيو مرستو ماسوا د خپلو لويو لارو د جوړولو توان نه لري.

https://p.dw.com/p/18g2g
15 kilometer of Mazar-Kabul highway asphalting in mazar-e-Sahrif of Afghanistan.20.03.2013. Photo: DW/Asir Sharif (reporter in Balkh Province)
Afghanistan Autobahn Mazar-Kabul bei Mazar-i Scharifانځور: DW/A. Sharif

افغان اقتصاد پوه اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۲۹) په کابل کې په یوه غونډ کي وویل چې حکومت له ۲۰۱۴ کال وروسته د لویو لارو د جوړولو له پاره اقتصادي توان نه لري او بهرنیان باید په دغه برخه کې له افغان حکومت سره مرسته جاري وساتي:

احمدزي وويل، چي په افغانستان کي د سړکونو د جوړولو بيه د سيمي د هيوادونو په پرتله ډيره لوړه ده. د دې يو دليل دا کيدای سي، چي د سړک جوړولو شرکتونه بهرني دي نه کورني:

«د سیمې په ملکونو کې د څلویښت زره امریکايي ډالرو په ارښت جوړ شوی سړک دلته له هغه سړک سره برابر دی چې په اته نیم لکه امریکايي ډالره جوړیږي اوکه چیري د افغانستان د اړتیا وړ سړکونو د جوړولو بیه وټاکو نو ۳۴ ميلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا ده چې دا پیسې هیڅوک نه را کوي.»

د کارپوهانو په خبره، افغانستان کي په متوسط ډول د یوه کلیومتر سړک د جړولو لګښت تر یو ميلیون امریکايي ډ الرو پوري رسیږي په داسي حال کې چې په نورو اسیایي ملکونو کې دغه بیه تر دوه سوه زره ډالرو نه اوړي.

خو افغان حکومت وايي، چي د امنیتي ستونزو له کبله ډیری شرکتونه په کښته بیه د لویو لارو پخولو ته زړه نه ښه کوي، ځکه نو دوی باید په دې برخه کي ډيري پيسې مصرف کړي.

د بېلګې په توګه د پکتیا او خوست تر منځ د عمومي لاري د ځينو برخو يو کیلومتر په دوه ميلیونه امریکايي ډالره قرار داد شوی دی، خو لا هم د امنیتي ستونزو له کبله قرار داد کوونکی شرکت تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چي دغه نښلونکی سړک ډمبر کړي.

د فوايد عامي وزارت چارواکي هم امنیتي ستونزي د لویو لارو او ترانزیتي سړکونو د پخولو پر وړاندي ستر چيلينج بولي. د دغه وزارت مرستیال احمد شاه وحید له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، چې دوی د ترانزيټي سړکونو د څو خطو کولو له پاره لازم پلانونه نیولي خو تر اوسه نه دي توانیدلي چې دا پروژي سر ته ورسوي:

«زموږ جوړ شوي سړکونه پر معیار برابر دي خو د موټرو ګڼه ګوڼي ته چې ګورو بیا نو لويي لاري بايد څو کرښي شي او موږ پردې کار کوو چې هغه ترانزیتي سړکونه څلور پینځه کرښي کړو چې په هيواد کي تیریږي او بندرونه سره نښلوي.»

اوس مهال د افغانستان شاوخوا۵۰۰۰ کیلومتره سړکونه جوړ يا رغول شوي دي چي ځیني برخې یې بیرته ویجاړي شوي دي.

عام خلک وايي هغه سړکونه چي پاخه شوي دي دولت ئې بايد ساتنه وکړي. د کندهار ولایت يو تن اوسېدونکی چي په اوونۍ کي يو وار د کابل کندهار پر سړک سفر کوي وايي، چي اوس ستونزه نسته خو که دغه سړک و نه ساتل سي ډير ژر به بيرته خراب سي:

«موږ اوس خوشهاله یو چې سړکونه راته جوړ شوي دي، د دوو ساعتونو لار اوس لسو دقیقو ته را لنډه شوې ده. د سړکونو باید دوامداره ساتنه وشي.

اوس خوشاله یو چې مریضان مو پر وخت روغتون ته رسیږي او میوي مو پر وخت مارکیټ ته.»
د افغانستان د ملي پراختیایي ستراتیژۍ له مخې چې افغانستان په راتلونکو لسو کلونو کې شاوخوا سل زره کیلومتره نورو پخو سړکونو ته اړتیا لري.

دا په داسي حال کې ده چې افغان دولت د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د غړيتوب د ترلاسه کولو له پاره د ټولو هغو لویو لارو د پخولو ژمنه کړې ده چې د هيواد له سویل څخه تر شمال او له ختیځ څخه تر لویدیځ پوري ورته نړيوالي کرښي ویل کیږي.