1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت: يوې کمپنۍ طالبانو ته تنخوا ورکوله

۱۳۹۰ مرداد ۶, پنجشنبه

افغان حکومت وايي داسي سندونه يي ترلاسه کړي، چي ښيي د سړک جوړوني يوې کمپنۍ په لوګري ولايت کي د اوږدې مودي له پاره شاوخوا ۴۰۰ طالبانو ته مياشتنۍ تنخواه ورکوله.

https://p.dw.com/p/125dZ
په افغانستان کي د سړک جوړولو يوه کمپنۍ
په افغانستان کي د سړک جوړولو يوه کمپنۍانځور: DW/Rohullah Elham

له اداري فساد سره د مبارزي د ځانګړي اداري مشر پر داسي مهال له دغي قضيي پرده پورته کوي، چي په دي ورستيو کي له افغانستان سره د امريکي د لګول سوي بسپني د روڼ والي په اړه شکونه را پورته سوي دي.

د امريکي د فدرال مامورينو يوې ډلي روانه اونۍ راپور ورکړ چي د هغو ملياردونو ډالر يوه برخه چي له افغانستان سره مرسته سوي په يو ډول نه يو ډول د طالبانو جيبونو ته لويدلي دي.

په راپور کي راغلي ول، چي په دغو پيسو طالبانو وسلي، ماينونه او نقليه وسايط اخيستي.

له اداري فساد سره د مبارزي د اداري مشرعزيز الله لودين نن په کابل کي وويل، چي د واټ جوړوني دغي کمپنۍ ځکه هره مياشت ۴۰۰ طالب چريکانو ته معاش ورکاوه چي د دوی د کارونو مخه و نه نيسي او دغو طالبانو له يادو پيسو څخه عملاً د حکومت او بهرنيو قواوو پر ضد په جګړه کي کار اخيست.

« يو واټ چي په لوګر کي له مرکز څخه تر ازري ولسوالۍ پوري جوړ سوی بهرنيانو د هغه د ودانولو له پاره يو مليون او دوه سوه زره ډالر ورکړي. خو کله چي خلکو مراجعه وکړه چي د واټ چاري ولي نيمګړي پاتي دي او حکومت ته په شکايت راغلل موږ په دې باب څيړنه وکړه او د دغه واټ د قرارداديانو مشر اعتراف وکړ چي هره مياشت يي څلور سوه طالبانو ته د خپلو کارمندانو د امنيت لپاره منظمه تنخواه ورکوله».

دا لومړی ځل دی چي حکومت د يوې داسي رسوايي څخه پرده پورته کوي. خو ډيره پړه ځکه پر بهرنيانو ور اچولې، چي وايي هغوی، په ډيرو مواردوکي په خپل سره پيسي لګولې او له حکومت سره هيڅ راز مشورې ته غاړه نه ږدي.

له دويچه ويله سره په خبرو کي د فوايدي عامې وزارت په دغه مسله بې خبري وښوده او ويې ويل، چي د لوګر له مرکزه تر ازرې ولسوالۍ پوري د دغه سړک د جوړولو قرار داد دوی نه دی کړی.

د بلي خوا وسله والو طالبانو په خپله ويب پاڼه کي د يوي اعلاميي په خپرولو ټولو هغو افغانانو ته چي د ناټو د اکمالاتي کتارونو د ليږد په برخه کي کار کوي خبرداری ورکړی، چي له دغه کاروباره څخه لاس واخلي که نه نو دوی به يي ووژني.

وروسته تر هغه چي د امريکي دولت په افغانستان کي د بنسټيزو پروژو او تدراکاتي ماموريت په برخه کي د خپلو سلګونو مليونو ډالرو د ضايعه کيدوپه اړه راپورونه تر لاسه کړل اوس افغان حکومت وايي دوي يوه داسي پاليسي جوړه کړي چي له مخي به يې له نړيوالو ځواکونو سره په ګډه د دغو تړونونو د شفافيت ارزونه کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل