1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت: پیچراګام ولسوالۍ له داعشه پاکه شوې

۱۳۹۵ دی ۲۴, جمعه

پوځي چارواکي وايي چې د ننګرهار  په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه د افغان ځواکونو پیل شوي عملیات د پنجشنبې په شپه له داعش څخه د دې ولسوالۍ تر پاکیدو وروسته پای ته رسېدلي.

https://p.dw.com/p/2VlN1
Afghanistan Truppen in Nengarhar näch Kämpfen mit dem IS
انځور: DW/O. Deedar

د افغان ځواکونو د شاهین ۲۰ په نوم د داعش د ځپلو دغه پوځي عملیات درې میاشتې وړاندې په پچیراګام ولسوالۍ کې پیل شوي وو.

د افغانستان په ختیځ کې ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري، دویچه ویله ته وویل چې اوس یې د چپرهار او پچیراګام ولسوالیو پر لار پنځه د ملي پولیسو او همدا راز په پچیراګام کې ۱۲ د ولسي پاڅون کوونکو پوستې د امنیت خوندیتوب  په موخه جوړې کړي دي.

هغه همدا راز وویل، د هسکې مېنې او پچیراګام ولسوالۍ په منځ سیمه هارون بابا، کې یې د افغان ګډو ځواکونو یوه لویه قرارګاه هم جوړه کړې څو په یادو سیمو کې د حالاتو د ترینګتیا پر مهال نور ځواکونه تقویه کړي.

ښاغلي فقیري زیاته کړه: «په یادو درو میاشتینیو عملیاتو کې له درې سوو ډېر داعش وسلوال وژل شوي او شاوخوا همدومره نور ټپیان دي.»

فقیري وايي چې اوس یې د پچیراګام ولسوالي په بشپړ ډول له داعش څخه پاکه کړې او دغه ډله اوس هلته بریدونه نه شي کولای. په پچیراګام کې د حکومت او داعش ډلې تر منځ په نښتو کې تر ۶۰ ولسي وګړي داعش ډلې له ځانه سره هم بېولي چې لا یې هم مړي، ژوندي نه دی معلوم.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي، دویچه ویله ته وویل چې پچیراګام کې د حالاتو د سمون په موخه هلته نوی ولسوال هم ګمارل شوی او په یاده ولسوالۍ کې ۱۳ امنیتي پوستې جوړې شوي.

نوموړي وویل: «پچیراګام کې پنځه سوه کسان د پاڅون کوونکو په تشکیل کې ځای پر ځای شوي چې د امنیت د ښه والي له پاره ګټور تمامېدای شي.»

خو د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته د نورو امنیتي پوستو د جوړېدو تر څنګ د سیمه ییزو پاڅونوالو په وسلو د سمبالښت غوښتنه کوي. د پاس پچیر یو اوسېدونکي فاروق مازیګر دویچه ویله ته وویل: «که په دې شته ټوپکونو له داعش سره جنګ کېدای شوای نو دې خلکو به ورسره کړی وای. اتلس میاشتې ورسره وجنګېدل خو بیا هم داعش مات نه شو. حکومت دې د نوو پوستو تر څنګ ولسي پاڅونوال په درنو وسلو سمبال کړي.»

خو د پچیراګام ولسوالۍ یوې امنیتې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، په دغه ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو درې لویې قرارګاوې، پنځه د سیمه ییزو پولیسو او لس د ځايي پاڅونوالو پوستې جوړې شوي، چې ځينو ته درنې وسلې هم ور رسېدلي دي.

د سرچینې په قول حکومتي ځواکونو د پچیراګام ولسوالۍ په پاس او لاندې صبر سیمو کې عملیات نه دي کړي او طالبانو دغو سیمو ته رسیدونې لارې تړلې دي. د سرچينې په وینا په لاندې او پاس صبرونو کې وسلوال طالبان حاکم دي چې لویې قرارګاوې او د جلب، جذب مرکزونه هم لري.

دغې امنیتي سرچینې دا هم وویل چې له داعش ډلې سره تر ۶۰ اسیران لا هم نه دي آزاد شوي چې د مرګ او ژوند په اړه یې معلومات نه شته.

پچیراګام د شینوارو له ولسوالیو وروسته هغه ولسوالي ده، چې داعش ډلې پکې په خپل ټول قوت له حکومتي ځواکونو سره جګړې وکړې خو بالاخره له دغې ولسوالۍ څخه وایستل شول.