1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حیریبار مرې: طالبان د پاکستان بې یونیفورمه پوځ دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د پاکستاني بلوڅانو یو مشر چې څو کاله ئې په زندان کې تیر کړي دي وایي چې «طالبان د پاکستان، بې یونیفورمه پوځ دئ.» د هغه په وینا بلوڅان په پاکستان کې د نسل وژنې سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/14yay
انځور: DW/K.Zurutuza

حیریبار مري، د خیر بخش مري پنځم زوی دئ چې په تیر وخت کې د بلوڅو د یوې سترې قبیلې مشر وو. حیریبار مري د ۱۹۹۰م لسیزي په وروستیو کلونو کې د تبعید په حالت کې بریتانیا ته سفر وکړ. هغه په ۲۰۰۷م کال کې د پاکستان د هغه وخت د ولسمشر پرویز مشرف په دستور ونیول شو او د لندن په ختیځ کې د امنیت له لحاظه یو ډیر پرمختللي زندان ته انتقال شو.

د حیریبار مري نیونه په لندن کې د بشرې حقونو د یو مشهور سازمان د فعالینو له خوا د نیوکه سره مخ او هغوی په دې اړه یو کمپاین هم په لاره اچولی وو او د بریتانیا مقامات به ئې د مشرف د رژیم سره په همکارۍ تورناوه. حیریبار مري په ۲۰۰۸م کال کې له زندان څخه خلاص شو او په انگلستان کې خپل ژوند کوي. یو څه موده وړاندې د هغه پناه غوښتنه په رسمي توگه ومنل شوه. دویچه ویله له هغه سره یوه مرکه کړې ده.

حیریبار مري، د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنه کوي
حیریبار مري، د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنه کويانځور: DW/K.Zurutuza

دویچه ویله: د بلوچستان هغه برخه چې د پاکستان د دولت له لوري کنترولیږي، په اوسني وخت کې په کوم وضعیت کې ده؟

حیریبار مري: اسلام آباد غواړي چې د بلوڅو ځمکو ته لاس رسی پیدا کړي، کډوال هلته میشت کړي او زموږ طبعي شتمنۍ لوټ کړي. زموږ خلک د پاکستان د استخباراتي ځواکونو په لاس تښتول کیږي او څو ورځې وروسته د هغوی مړې پیدا کیږي. په دغه جسدونو باندې د شکنجو او ربړونو ښکاره آثار لکه د هغوی په جسدونو د سگریټو د سوځولو نښې او داسې شعارونه لکه «زنده باند پاکستان» چې د امنیتي ځواکونو له خوا د هغوی په جسدونو د چړو پواسطه لیکل شوي ښکاري.

ختیځ بلوچستان (د پاکستان تر کنترول لاندې) د ۹ میاشتو له پاره یو مستقل هیواد وو چې بیا وروسته د ۱۹۴۸م کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان لاس ته ورغی. له هغه زمانې څخه موږ د پاکستاني ځواکونو په لاس د بلوڅانو د نسل وژنې شاهدان یو. د نابودۍ یوه پروسه ادامه لري چې زموږ ژبه، فرهنگ او هویت ئې د ورکیدو تر درشله رارسولی دئ.

دویچه ویله: ځینې بلوڅان خودمختاري غواړي خو تاسې د خپلواکۍ غوښتنه کوئ، ولې؟

حیریبار مري: د خودمختارۍ غوښتنه په دې معنی ده چې موږ دا خبره ومنو چې د پاکستان یوه برخه یو او یا دا چې موږ په دې اړه تصمیم ونیسو چې د یوې برخې په توگه پاتې کیږو او که ولاړ شو. زما په نظر په خودمختارۍ اکتفا کول به له دې حقیقت څخه سترگې پټول وي چې د تیرو ۶۰ کلونو څخه زموږ وطن اشغال شوی دئ. نن ورځ ډیری بلوڅان د خپلواکۍ غوښتنه کوي، ځکه چې د پاکستان د اشغال تر مخه موږ یو مستقل هیواد وو.

دویچه ویله: ولې نړېواله ټولنه په دې برخه کې کوم گام نه پورته کوي؟

حیریبارمري: ځکه چې د تاریخ په اوږدو کې نړیواله ټولنه د پاکستان او ایران تر فشار لاندې وه. دغه دواړو هیوادونو بلوڅان د «تروریستانو» او حتی «د مذهبي افراط گیرایانو» په نوم یاد کړي دي. په هر حال زه فکر کوم چې اوس لویدیځ هم لږ لږ دې ته متوجه شوی دئ چې قضیه په کامله توگه سرچپه ده. بلوڅان د تاریخ په اوږدو کې سیکولار پاتې شوي دي. دا پاکستان دئ چې په ټوله سیمه کې په شمول د افغانستان له افراطیانو څخه ملاتړ کوي. دغه افراطي ډلې د ټولو له پاره خپسۍ شوې ده او په خاصه توگه د بلوڅانو له پاره.

دویچه ویله: څه موده وړاندې د سره صلیب یو کارکوونکی په بلوچستان کې د طالبانو له خوا ووژل شو. په دې اړه څه احساس کوې؟

حیریبار مري: طالبان په اصل کې د پاکستان پوځ دئ چې یونیفورم نه لري. د سپتمبر د یوولسمې د پیښو وروسته هغوی د لوېدیځ والو د سرونو په پرېکولو پېل وکړ. خو د بلوڅانو سرونه د څو کلونو راهیسې د دې قصابونو په لاسونو پرې کیږي.

موږ نړیواله ټولنه له دغه مسلې او د پاکستان د استخباراتي شکبې ISI د شيطاني اعمالو څخه خبره کړې ده. خو زموږ غوښتنې ته سرسري کتنه شوې ده. اوس هم د لوېدیځ له پاره ناوخته نه دئ او کولای شي د بلوڅانو د آزادۍ د غورځنگ څخه ملاتړ وکړي په هغه صورت کې که چیرې د لویدیځ هیوادونه غواړي چې واقعا په سیمه کې د مذهبي جنون د پراخېدو مخه ونیسي.

دویچه ویله: له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو وتل په بلوچستان څه تأثیر ولري؟

حیریبار مري: زه په دې کې هیڅ شک نه لرم که چیرې امریکایان له افغانستان څخه ووځي نو زموږ په وړاندې به د تاوتریخوالي کچه نوره هم ډیره شي. د بلوڅانو په شان سیکولار خلک به د ژوندانه له پاره کمه فضا ولري. نو په دې ترتیب یو مستقل بلوچستان به نه یوازې زموږ په گټه وي بلکه د نورې نړۍ په گټه به هم وي. دا چې موږ سیکولار خلک یو نو اجازه نه ورکوو چې افراطي ډوله فعالیتونه له ایران، پاکستان او یا هم له افغانستان څخه د نړۍ نورو برخو ته وغځیږي.

دویچه ویله: د بلوڅانو یوه وړه برخه د افغانستان په سویل کې هم شته. په ایران کې هم زیات شمیر بلوڅان ژوند کوي. آیا د ایران او پاکستان د بلوڅانو تر منځ همغږي موجوده ده؟

حیریبار مري: بلې، موږ له یو بل سره ارتباط لرو او په نړیواله کچه د یو بل سره فعالیتونه همغږي کوو.موږ دغه راز د «لویدیځ اشغال شوی بلوچستان» دوو سترو گوندونو ته د بلوچستان د آزادی منشور وړاندې کړی دئ. هغوی خپلې یادونې کړې او غبرگون ئې ښوولی دئ چې زموږ په نظر مثبت او تشویقونکی دئ.

کارلوس زوروتوزا/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم