1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خاقان عباسي: اسلامپاله خیریه بنسټونه به بند کړو

۱۳۹۶ بهمن ۳, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي دي چې حکومت به یې هغه پلانونه پر مخ بوزي او د هغو خیریه سازمانو د کنترول چارې به خپلې کړي چې د واشنګټن له لوري د ترهګرو ډلو په توګه پيژندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2rMB7
New York Pakistans Premierminister Shahid Khaqan Abbasi
انځور: Reuters/J. Moon

شاهد خاقان عباسي د دوشنبې په ورځ له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کي دا خبرداری هم ورکړی دی چې امریکا متحد ایالات دې د پاکستان د کمزوري کولو هڅه نه کوي. خاقان عباسي د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له لوري وروستي ټویټ ته د غبرګون په ترڅ کې د پاکستان د هوایي قلمرو د استعمالولو له پاره پر امریکا باندي د مالیو د وضع کولو موضوع مطرح کړې ده. امريکا له دې لاري په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالات رسوي. ترمپ د پاکستان په هکله د ټویټر په وروستي پیغام کې پر دغه هیواد باندې د ترهګرۍ پر وړاندي جګړه کې د درواغو او چل ول څخه د کار اخیستو تور پوري کړی وو.

رویترز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ترهګرۍ د تمویل د ځپلو له پاره د امريکا او نورو نړیوالو سازمانو د فشار له کبله، پاکستان تیره میاشت د افراطي اسلامپاله مشر حافظ سعید خیره سازمان د کنترول تر لاسه کولو له پاره یو پټ پلان جوړ کړ. واشنګټن حافظ سعید، په ۲۰۰۸م کال کې د ممبۍ په بریدونو کې ګرم ګڼي چې پکښې ۱۶۶ انسانان ووژل شول.

امريکا متحد ایالات په لشکر طیبه پوري مربوط دوو خیره سازمانو جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن باندې د «ترهګرۍ» تور پوري کړي وو. لشکر طیبه د حافظ سعید ډله ده چې په ۱۹۸۷م کال کې رامنځ ته شوه او واشنګټن او هند پر دغې ډلې د ممبۍ د بریدونو تور پوري کوي.

حافظ سعید په تکراري ډول د ممبۍ په بریدونو کې ښکیلتیا ردوي او وایي چې دغه خیره بنسټونه چې ده جوړ کړي او کنترولوي یي، له یاغیانو سره کوم تړاو نه لري. خو پخپله پر حافظ سعید او دغو بنسټونو باندې ملګرو ملتونو بندیز لګولی او همداشان په پاکستان کې د هغه پر آزاد تګ راتګ بندیز دی. خو دا په داسې حال کې ده چې حافظ سعید په پاکستان کې په عامه غونډو کې راڅرګندیږي او له هند او امريکا متحدو ایالاتو سره د پاکستان په اړیکو کې اغزې انګیرل کیږي.

خاقان عباسي چې ۵۹ کلن دی په خپله دغه مرکه کې ویلي دي: «هو! حکومت به د خیریه بنسټونو کنترول خپل کړي، پر کومو چې بندیز لګیدلی او د فعالیت اجازه نه لري.»

د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن، د مطرح شوي کنترول د خپلولو په هکله عباسې د مشخصې پوښتنې په ځواب کې وویل چې، ملکي حکومت د پاکستان د پوځ ملاتړ له ځانه سره لري. هغه زیاته کړې ده چې ټول د ملګرو ملتونو بندیزونو تطبیقولو ته ژمن دي. خو هغه په دې هکله د کومې نیټې له ښوولو څخه ډډه وکړه.

Demonstration der Unterstützer der Jama'at ud-Da'wah gegen Houthi Rebellen Sanaa Jemen
انځور: Reuters/Fayaz Aziz

رویترز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن په دې هکله د دوی پوښتنو ته کوم غبرګون و نه ښود. خو دغو سازمانو تر مخه ویلي ول چي، که چیري حکومت د دوی د چارو د د کنترول د خپلولو هڅه وکړي نو قانوني ګام به پورته کړي. نوموړي خبري آژانس په دې نه دی توانیدلی چې په دې هکله د حافظ سعید دریځ معلوم کړي.

انتخابي اقدام

په پاکستان کې په دې هکله اندیښنه شته چې د یاغي ډلو ټپلو او د هغوی د تمویل په هکله د انتخابي اقدام د تور له کبله ښایي دغه هیواد له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شي. رویترز په خپل دغه تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان د بې شمیره افراطي اسلامپالو ډلو مرکز ګڼل کیږي او انتقاد کوونکي پر اسلام آباد تور لگوي چې یوازي هغه یاغي ډلې په نخښه کوي چې په پاکستان کې په بریدونو لاس پورې کوي او د هغو ډلو پر وړاندې څه نه کوي چې ګاونډي هیوادونه افغانستان او هند په نخښه کوي. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي.

عباسي زياته کړې ده چې د «فایننشل ایکشن ټاسک فورس» سره تر غونډو وروسته یې د ترهګرو د مالي تمویل د ځپلو په برخه کې پرمختګ کړی دی. دغې نړیوالي ادارې اسلام آباد ته خبرداری ورکړی وو چې د ترهګرو د مالي تمویل د مخنیوي په برخه کې د ډیر څه نه کولو له کبله یې ښایي د څار په لیست کې شامل کړي. د عباسي په خبره «موږ پر دغې موضوع ډیري غونډي لرلي دي، او هغه څه چې ما لیدلي د دغو اقداماتو لویه برخه تر سره شوې ده.»

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه ډله په روانه میلادي میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي او د هغو ډلو چې د ملګرو ملتونو له لوري د ترهګرو ډلو په توګه پيژندل شوي پر وړاندي له شوو اقداماتو څخه ځان خبر کړي. په دغو ډلو کې پر لشکر طیبه سربیره د حقاني شبکه هم شامله ده.

عباسي چې پخوا د پترولیم وزیر وو په خپله مرکه کې دا هم ویلي دي چې د پاکستان پر وړاندي به هر ډول بندیزونه د دوی د ترهګرۍ پر وړاندي جګړې باندې اغیز ولري، هغه جګړه چې عباسي یې په نړۍ کې د تروریزم پر وړاندې ستره جګړه بولي.

د پاکستان او امريکا د اړیکو ترینګلي کیدل

د پاکستان او متحدو ایالاتو تر منځ اړیکې هغه وخت لا پسې خړې پړې شوي دي چې ولسمشر ترمپ د جنورۍ پر لومړۍ نیټه د تویتر په یوه پیغام کې ویلي ول چې هيواد يې په تیرو پنځلسو کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ میلیاردو زیات ډالر ورکړي او په بدل کې یې د «درواغو او تیر ایستنې» پرته بل څه نه دي تر لاسه کړي. تر هغې وروسته واشنګټن اسلام آباد ته شا او خوا د دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت مرستې هم وځنډولې.

د عباسي په خبره په دغه ډول لهجه کې د ترمپ تویت د «منلو وړ نه دی» او باید امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ له پاره پاکستان د قربانۍ ګډوری و نه ګرځوي: «دا هغه څه دي چې موږ یي نه شو منلی، ځکه هیڅوک دومره نه دي اغیزمن شوی لکه پاکستان.» د پاکستان د لومړي وزیر په خبره په پاکستان کې په لسونو زره کسان د ترهګرۍ په پایله کې وژل شوي او د ۱۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت ورته اقتصادي زیان اوښتی.

عباسي د رسنیو دا رپوټونه هم رد کړي دي چې ګواکې پاکستان له امريکا متحدو ایالاتو سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي.

رویترز

زموږ له آرشیف څخه: