1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

«پخوانی مشر دې د تل له پاره د فوټبال له فدراسیونه وایستل شي»

۱۳۹۸ فروردین ۱۸, یکشنبه

د افغانستان د فوټبال پخوانۍ لوبغاړې خالده پوپل د فوټبال فدراسیون له رهبرۍ څخه د تل له پاره د دغه فدراسیون د پخواني مشر کرام الدين کريم د لیري کولو غوښتنه کړې. کریم د فوټبال د ښځينه لوبغاړو په جنسي ځورونې تورن دی.

https://p.dw.com/p/3GQe9
Afghanistan Frauen Fußball Training  Khalida Popal
انځور: Getty Images/D. Leal-Olivas

خالده پوپل د یکشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۷) د «ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «موږ له فيفا (د فوټبال نړیوال فدراسیون) څخه غواړو چې د هغه پر مخ دې د فوټبال د ټولو فعالیتونو لاره په دایمي توګه وتړي.»

د فیفا اخلاقي کمیسیون د مارچ میاشتې په ۱۲ نیټه کرام الدین کریم د نورو ۹۰ ورځو له پاره هم په موقتي ډول له ورزشي فعالیتونو څخه منع کړ. د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې غړو د افغانستان د فوټبال د ملي فدراسیون پر غړو باندې د جنسي ځورونې تورونه لګولي وو.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د دغو تورونو په غبرګون کې د تیر کال په دسمبر میاشت کې د دغه فدراسیون ۶ غړي له دندو ګوښه کړل. د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه سلاکار په حواله کرام الدين کریم هم په دغو کسانو کې شامل وو.

خالده پوپل چې ۳۱ کلنه ده، د افغانستان د ښځينه فوټبال د ملي لوبډلې یوه لوبغاړې او وروسته یې همغږې کونکې شوه. نوموړې اوس په ډنمارک کې اوسيږي او په خپل هیواد کې له نارينه و سره د ښځو د مساوي حقونو له پاره مبارزه کوي.

DPA/ ش. ن