1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خامنه ای: اتومي تړون د امریکا پر وړاند د ایران موقف نه بدلوي

۱۳۹۴ تیر ۲۷, شنبه

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای د روژې میاشتې د پای ته رسیدو به مناسبت په خپله بیانیه کې ویلي دي چې اتومې تړون د امریکا پر وړاندې د ایران دریځ نه بدلوي.

https://p.dw.com/p/1G0v7
انځور: picture-alliance/dpa/Offical Supreme Leader Website

خامنه ای زیاته کړې ده چې ایران به د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ایران له شپږو ځواکمنو هیوادونو سره د خپل اتومي پروګرام په اړه یو تړون لاسلیک کړ.

خامنه ای روښانه کړې ده چې هیواد یې اوس هم په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو له سیاست سره مخالف دی. هغه ټینګار وکړ چې له شوي تړون سره به هم ایران د عراق او سوریې له حکومتونو او همداراز د فلسطین له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. پر دې سربیره هغه په یمن او بحرین کې هم له خلکو څخه د خپل هیواد د ملاتړ دوام خبره کړې ده.

خامنه ای ویلي دي: «موږ په وار وار ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه او آن د دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې نه کوو.»

هغه زیاته کړې ده: «خو ځینې استثناوې شته، لکه اتومي پروګرام چې موږ یې پر سر له امریکایانو سره خبرې وکړې او خپلې ګټې مو ترلاسه کړې. خو په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو سیاستونه د ایران له سیاستونو سره په ټکر کې دي.»

خامنه ای په داسې حال کې دا خبرې کوي چې تر دې مخکې ایران له امریکا متحده ایالاتو، چین، فرانسې، روسیې، بریتانیا او آلمان سره په خبرو اترو کې د اتومي پروګرام سر یوې موافقې ته ورسید.

خامنه ای ویلي دي: «امریکایانو ویلي دي چې هغوی د ایران مخه ونیوله او اتومي وسلې يې جوړې نه کړي. هغوی پر دې پوهیږي چې دا خبره سمه نه ده. موږ یوه فتوا لرله چې په کې ویل شي وو چې په اسلام کې د اتومي وسلو لرل حرام دي. دې موضوع له اتومي مذاکراتو سره هیڅ اړیکه نه لرله.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب