1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«خاموش انقلاب»: د سعودي عربستان د مخکښه ښځو په اړه مستند فلم

۱۳۹۶ اسفند ۸, سه‌شنبه

د موټر جلو ته او يا د يوه شرکت د مشرتابه په څوکۍ ناستې ښځې. داسې صحنې لا په سعودي عربستان کې نوي دي او د زړورو مخکښو پرته یې په هلکه تصور نه شي کيدلای. د « خاموش انقلاب» په نامه مستند فلم کې همداسې يو څو ښځې ليدل کيږي.

https://p.dw.com/p/2tOpA
Film Plakat: A Silent Revolution
انځور: Eggdancer Productions

په سعودي عربستان کې تيره اوونۍ په لومړي ځل د اوپرا برنامې اجرا شوې او د عصري موسيقۍ يو فيستيوال ترسره شو. د کال په اږدو کې به دغه محافظه کار سلطنت نور بدلونه هم وويني. ځکه د سعودي عربستان وليعهد بن سلمان به د «سعودي د ۲۰۳۰ م کال د ليد»  د پلان پر اساس پر يو لړ اقداماتو لاس پورې کړي څو پر تيلو د تکيه لرونکي دغه هيواد اقتصاد يو څه پراخ او وغوړيږي.

په دې مورد کې د ښځو د حقونو د وضعې ښه کيدل هم د وليعهد د پلان برخه ده. د سعودي ښځې اوس کولای شي د سپورتي مسابقو د ليدو له پاره لوبغالو ته ولاړې شي او د روان کال د جون میاشتې څخه به دوی د موټر چلونې حق هم ولري. د «خاموش انقلاب» په نامه دې مستند فلم کې چې په برلين کې په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شو، د ۲۵ ښځو مرکې شاملي دي. دا د سعودي د ښځو د حقونو د برخې مخکښه ښځې دي چې ځينې هغه سعوديانې هم پکښې شاملې دي چې په لومړي ځل یې د اولمپيک په لوبو کې گډون کړی وو. په دې فلم کې له هغې لومړۍ ښځې سره هم خبرې شوي  چې يو ملي اخبار چلوي او د ملگرو ملتونو د يوه آژانس د لومړۍ مشرې او د هغې غره ختونکې انځور کې هم کښل شوی چې د نړۍ تر ټولو لوړې د ماونت ايوريست څوکۍ ته ختلې وه او داسې نورې ډيرې ښځې.

په دې فلم کې په سعودي عربستان کې د ښځو سره د توپيري چلن او د هغو محدوديتونو نيع په نيغه يادونه نه ده شوې چې د سعودي ښځې ورسره مخامخ دي. ډويچه ويله په برلين کې د دې فلم نندارې ته تر وړاندې کولو وروسته د فلم داريکترې دنيا الحمراني او جوړونکې دنيا نصيف سره خبرې کړي.

Regisseurin Danya Alhamrani und Produzentin Dania Nassief
د «خاموش انقلاب» په نامه فلم توليدونکې دنيا نصيف او داريکتره دنيا الحمرانيانځور: Jördis Zähring

الحمراني او نصيف دواړه لومړۍ ښځې وې چې د يوه نارينه شريک پرته یې يو شرکت چلاو  او د دې شرکت خاوندانې وې. دا چې دوی څرنگه فلم جوړونې ته مخه کړه، په اړه یې الحمراني وويل: «زه له کوچنيوالي د فلمونو ليواله وم. خو دې هدف ته د رسيدو مزل ډير اوږد وو. ما په امريکا متحده ایالاتو کې د فلم په رشته کې د لوړو زده کړو سر ته تر رسولو وروسته په يوه امريکايي شرکت کې کار پيل کړ.»

الحمراني زياته کړه: «په دې شرکت تر يو څه مودې کار وروسته مې فکر وکړ چې ولې په خپل هيواد کې خپل يو شرکت ولې نه پرانیزم. هغه مهال دنيا نصيف د رياضي او دتدارکاتو په برخه کې په کار بوخته وه.»

دنيا نصيف په دې ترڅ کې وويل چې دې غوښتل چې د سترو محفلولو له پاره يو سالون پرانيزم خو دنيا الحمراني را څخه د شريک کار خواهش وکړ ځکه د هغې په نظر موږ دواره په دوو بيلا بيلو برخو کې تجربه لرو. نوموړې زیاته کړه: «همدا وه چې موږ په ۲۰۰۶ م کال کې په کار پيل وکړ. هغه وخت د ثبت احوال په جدول کې زموږ د نومونو ثبتولو ډير مشکل کار وو. ځکه هغه وخت يوازې يوه سړی کولای شول چې د يوه شرکت مشري وکړي.»

د دې په  خبره يوازې د شرکت د مشرانو په توگه زموږ دواړو  د نوم ثبتولو جريان يو کال وخت ونيو.

خو د دې دواړو ښځو په وينا يوازې دا تجربه هغه څه نه وو چې دوی د «خاموش انقلاب» فلم جوړولو ته وهڅولې. دنيا نصيف وويل د سترو نړیوالو شرکتونو سره گډ کار، په دې پوهيدل چې د سعودي ښځو يو ناسم انځور وړاندې کيږي، پوښتنې چې خلک یې زموږ د تاريخ په اړه کوي او دا چې موږ غوښتل خپله کيسه په خپله وکړو، هغه څه وو چې موږ یې د دې فلم جوړولو ته وهڅولو. دنيا الحمراني زياته کړه:

«دا فلم د  سعودي ښځو هغه کيسه ده چې تر اوسه نه ده بيان شوې. د هغو ښځو کيسه ده چې له کالو راهيسې په خاموشۍ سره په  مبارزه کوله. له همدې کبله زموږ د فلم نوم هم «خاموش انقلاب» دی. ځکه دې زړورو ښځو بې له غږه واړه واړه بدلونه راوستل او همدغه بدلونونه د هغه ستر بدلون سبب شو چې نن سبا په سعودي عربستان کې ليدل کيږي.»

Frauen aus Saudi-Arabien im Stadion
په سعودي عربستان کې په دې وروستيو کې ښځو ته لوبغاالو ته د تلو اجازه ورکړل شوهانځور: Getty Images/AFP/K. Sahib

د دې په پوښتنې په ځواب کې چې په سعودي عربستان کې د ښځو د وضعيت د ښه والي پر وړاندې کوم خنډونه موجود دي، دنيا الحمراني وويل: «همدا ډول کليشه یي پوښتنې ښيي چې خلک زموږ په اړه څه فکر کوي. په ټوله نړۍ کې بدلونونه يو طبيعې پروسه ده. خو دا جالبه چې څرنگه خلک «ځينې مواردو ته د سترو ننگونو» په سترگه گوري چې موږ ورسره بايد مقابله وکړو. خنډونه تل موجود ول او په راتلونکي کې به يې هم ورلرو خو موږ به خپل کار او ژوند ته ادامه ورکوو.»

دنيا نصيف په دې اړه خپل نظر داسې څرگند کړ: « زه فکر کوم چې لويديځوال هرو مرو دا غواړي چې موږ د هغوی په څیر ژوند وکړو، پړونې پر سر نه کړو او د هغوی د ژوند شکل خپل کړو. خو دا هغه څه نه دي چې موږ یې غواړو. ځکه موږ بل ډول کلتور او بل ډول کورنی جوړښت لرو. پر موږ د پړوني يا حجاب له پاره کوم زور نه دی اچول شوی بلکې موږ دا کار د مذهبي دلایلو پر اساس کوو.»

 د دواړو په آند په سعودي عربستان او د نړۍ په نورو برخو کې د ښځو د حقونو په برخه کې داسې موضوعات شته چې سړی خواشينی کوي. د دنيا نصيف په آند د نړۍ په ډيرو برخو کې د ښځو سره ښه چلن نه کيږي خو بيا هم د هغوی فلمونه او هنر يو مثبت انځور وړاندې کوي چې سړی يې په ليدو هیله من کيږي چې هر څه به ښه شي او هر څه ډير آسان دي. خو د دنيا الحمراني په خبره هر څه ساده او آسان نه دي. د نوموړې په آند په هر ځای کې خنډونه او مشکلات شته. خو حقيقت دادی چې موږ هم د نورو په شان ژوند کوو.

 

Elizabeth Grenier (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: