1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خبريالان: په کندهار کي په مرگ گواښل کيږو

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه

په کندهار کي د بېلابېلو رسنيو خبريالان شکايت کوي چي په سيمه کي د پيښو پرمهال پوليس ور سره سم چلند نه کوي او آن پر سپکو سپورو سربيره ئې په ګولۍ ويشتلوهم ګواښي.

https://p.dw.com/p/14AXf
انځور: DW

خبريالان همدا رنګه وايي چي امنيتي چارواکي دوى ته د چاودونو جګړې او نورو پيښو جزئيات پر وخت نه ورکوي او يا ګرسره هيڅ ځواب نه وايي.

د هغوی په خبره د کندهار په ولايت مقام کي د رسنيو دفتر نه يوازي ددوى ږغ نه اوري، بلکي خپله همدغه دفتر هم له ژورناليستانو سره په غير مسلکي کړونو ددوى د کارو په وړاندي خنډونه جوړوي.

«دلته چارواکي هغه مهال معلومات درکوي چي ددوى زړه وغواړي، هر وخت چي له پيښي څخه نيم ساعت وروسته زنګ ورته ووهو، دوى وايي وروسته معلومات درکوم خو کله چي ځان معرفي کړم خبريال يم نو ټليفون را باندي بند کړي هيڅوک مو ږغ نه اوري.»

په کندهارکي د خپلواکو ژورناليستانو د پريس کلب مرستيال دواخان مينه پال هم د خبريالانو په وړاندي ټولي ستونزي پرځاى ګڼي او زياتوي چي ددې ترڅنګ يو شمير ژورناليستان وهل سوي، بندي او توهين سوي لاهم دي.

«په کندهار کي داسي ډيري واقعي لرو چي څو ځله دوى وهل سوي، توپنچې ورباندي را کښل سوي او زهيرسوي دي. خبريالان خپل د هويت کارت او د دوى سامان الات ددې ښکارندويي کوي چي ياد شخص له يوې رسنۍ سره کارکوي او بايد له پوښتني ګروېږيني څخه وروسته حق ورکول سي چي سيمه وګوري.»

په کندهار کي د خپلواکو ژورناليستان ټولني د يوې غونډي په ترڅ کي له ټولو دولتي چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کړې ده چي دا ډول غير قانوني کړني د ژورناليستانو په وړاندي ودروي که نه نو دوی به يومخ ددولتي غونډو له ورتګ او خبر خپرولو څخه مخ واړوي.

«بيا به په هيڅ صورت موږ دولتي مطبوعاتي کنفرانس ته ورنه سو او هيڅ وخت به ددوى خبرونه خپاره نه کړو.»

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي دوى خپله او پوليس ئې له هيڅ چا سره ناوړه چلند نه کوي، دده په خبره که چيري کوم خبريال سيمې ته نه وي پرېښودل سوى نوهغه په دې خاطرچي کيداى سي هلته له يوې چاودني څخه وروسته بله چاودنه وسي او خبريال ته پکښي تاوان ونه رسيږي.

«هيڅوک حق نه لري چي يو چاته دي سپکه خبره وکړي، موږ ليدلي دي چي کله په سيمه کي يوه چاودنه کيږي څو ګړيه بله چاودنه سوې ده نو په دې خاطر موږ احتياط کوو، چي سيمه ښه پاکه او بيا ژورناليستان ور پرېږدو.»

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي هم ورته خبره کوي او وايي دوى پر وخت له ژورناليستانو سره معلومات شريک کړي دي او د هيڅ پيښي جزئيات ئې له کوم خبريال څخه نه دي پټ کړي. خو ژورناليستان ئې خبري نه مني.

په کندهار کي د خپلواکو ژورناليستانو مرکز(کندهارپريس کلب)په داسي حال کي خپل ږغ پورته کوي چي په کندهارکي د بي بي سي، يو والي ،امريکاږغ او ځيني نور ژورناليستان په دې وروستيو کي د پوليسو او يو شميرچارواکو لخو په کلکه ګواښل سوي او په خبره ئې تر وهلو او سپکو سپورو پوري هم خبره رسېدلې ده.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل