1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خبريال ته اړتيا

۱۳۸۹ تیر ۱۰, پنجشنبه

آلمان ږغ راډیو په کابل کي يو تن ښځینه يا نارینه خبريال ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/O85E

د خبريال يا خبريالي په توګه ستاسو دندي:

د افغانستان د ورځنيو پيښو او تحولاتو په هکله هراړخيز، بېطرفه او د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ د راډيو او انترنيټ پاڼي دپاره خبري رپوټ جوړول.

د غونډو، کنفرانسونو او خبري کنفرانسونو څخه د راډيو او انترنيټ پاڼي دپاره رپوټ جوړول. د اړتیا په صورت کي د هغو څخه په ژوندۍ توګه د تيلفون د لاري رپوټ ورکول.

د افغانستان د سياسي، ټولنيزو،اقتصادي او امنيتي وضعيت په هکله وخت په وخت څېړنه او د هغو په هکله د راډيو او انترنيټ پاڼي دپاره د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ تحليلي رپوټ جوړول.

د افغان چارواکو، کارپوهانو، د مدني ټولنو د استازو او عامو وګړو سره د ورځي د موضوعاتو، پیښو او تحولاتو په هکله د راډیو او انترنيټ پاڼي د پاره مرکې کول.

د اړوند ولايت، ولسواليو، کليو او بانډو د ورځني ژوند په هکله راپورتاژ (Package) جوړول.

د سیمه ایز خبریال په توګه وخت په وخت د خپل ولايت او شا او خوا ولایتونو او سیمو د بیارغاوني د پروژو د کارونو د پرمختګونو او ستونزو په هکله د راډيو او د انترنيټ پاڼي دپاره رپوټ جوړول او د بیا رغاوني د پروژو عکسونه اخیستل او راستول.

د آلمان ږغ راډيو سره د همکارۍ او استخدام شرايط:

په ژورناليزم کي مسلکي لوړي زده کړي.

راډيويي، مطبوعاتي او یا د خبري رسنيو سره څوکلنه کاري تجربه.

د ژورناليزم د نړیوالو معيارونو، په خاصه توګه بيا د راډيويي ژورناليزم سره پوره پيژندګلوي.

په مورنۍ ژبه پښتو په لوړه سویه پوهيدل (ليک او لوست)، او د امکان په صورت کي په دري ژبه هم د خبرو کولو توانمندي.

په انگرېزي ژبه په هغه سويه پوهيدل چي د انګلېسي- ژبو خبري سرچينو او رسنيو څخه ژباړه وکړای سي.

د راډيو دپاره د رپوټ جوړولو په موخه د تخنيکي وسایلو سره پوره پېژندګلوي.

د Word په پروګرام کي د پښتو د ليکولو توانمندي.

د افغانستان په ټولنيزو، فرهنګي او سياسي برخو کي پوره معلومات درلودل.

د راډيويي خبريالي یا خبريال په توګه ښه ږغ درلودل.

په خپل چاپيريال کي د ژورناليست په توګه نيک شهرت درلودل.

د افغانستان په سياسي تحولاتو کي د ګوندونو، ډلو او ټولنو د دريځونو په نسبت خپل ژورناليستي بېطرفي ساتل.

د خبريال په توګه د خپلي دندي سره ليوالتيا لرل او د هغې په تر سره کولو کي د پوره توانمندۍ او رښتينولۍ څخه کار اخيستل.

په خپل ژورناليستي مسلک کي د نورو او نوو زده کړو دپاره پرانيستې غېږ.

که چيري تاسي د ښځينه خبريالي یا نارينه خبريال په توګه ددغه وړتياو څخه برخه من ياست، نو د مهربانۍ د مخه د 2010 کال د نومبر د مياشتي تر 30 نېټې پوري خپل ژوند ليکونه، د زده کړي اسناد، د کاري تجربو تصديقونه او يوه قطعه عکس په لاندي پته را ولېږئ

بریښنا لیک:najibullah.zeyarmal@dw-world.de