1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ختیځ بیت المقدس دي د فلسطین د پلازمینې په توګه وپيژندل شي»

۱۳۹۶ آذر ۲۲, چهارشنبه

یووه اوونۍ وروستې له هغې چې امریکا متحدو ایالاتو بیت المقدس (یروشلیم) د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپيژاند، د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان یوه سرمشریزه وکړه. په غونډه کې افغان ولسمشر هم ګډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/2pIpL
Türkei Sondergipfel der Organisation für Islamische Kooperation (OIC)
انځور: Reuters/K. Ozer

د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د امريکا متحدو ایالاتو له لوري بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه د رسمیت پیژندلو پریکړه غندلې ده. په استانبول کې په جوړه شوې دغه سرمشریزه کې ځينو اسلامي هیوادونو د نوموړي سازمان پر ټولو هیوادونو غږ وکړ چې فلسطین د یوه دولت په توګه وپيژني.

په دغه غونډه کې د۵۰ اسلامي هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو او همداشان وزیرانو ګډون کړی دی. په دغه ډله کې پر نورو سربیره د ایران ولسمشر حسن روحاني، د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس، د اردن پاچا عبدالله دوهم او همداشان د اندونیزیا، افغانستان او سومالیايي ولسمشرانو ګډون درلود. پر دې سربیره د قطر او کویټ امیران هم دغې غونډې ته ورغلي ول. سعودي عربستان بیا دغې سرمشریزي ته د دیني چارو وزیر، مصر د بهرنیو چارو وزیر او متحدو عربي اماراتو بیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ورلیږلی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغې سرمشریزي په پرانیستغونډه کې د دې له پاره کمپاین وکړ چې د راتلونکي فلسطیني دولت له پاره ختیځ بیت المقدس د پلازمینې په توګه وپيژندل شي: «زه پر هیوادونو باندې غږ کوم چې له نړیوال حق څخه دفاع وکړي، او اشغال شوی بیت المقدس (یروشلیم) د فلسطین د پلازمینې په توګه په رسمیت وپيژني.» هغه په خپله وینا کې یو ځل بیا پر اسرائیل باندې نیوکې وکړي.

همداشان د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو هم خبرداری ورکړ، چې «اسلامي ټولنه» د ترمپ د اقدام په هکله چوپه پاتې نه شي.

د اسلامي هیوادوانو د همکارۍ سازمان بیړنۍ سرمشریزه وروسته له هغې راوبلل شوه، چې د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه په رسمیت وپيژاند. اردوغان چې اوس د دغې سازمان مشري پر غاړه لري، د اسلامي هیوادونو مشران استانبول ته وربلل، څو د امريکا د اقدام د ځواب په هکله سلا مشورې وکړي. د ترکیې ولسمشر ځان د ترمپ د منتقدینو په سر کې راوستی دی.

سرمشریزي ته د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس هم وینا وکړه. هغه هم پر دې باندې ټینګار وکړ چې یو فلسطیني دولت د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې پرته به،  په منځني ختیځ کې سوله او ثبات رامنځ ته نه شي. هغه وویل چې د امريکا د ولسمشر پریکړه د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.

خو د اسلامي همکارۍ سازمان ۵۷ غړي سره یوه خوله نه دي. که څه هم ټولو غړو د ترمپ پریکړه غندلې ده، خو یو شمیر هیوادونه نه غواړي د دغې موضوع له کبله له امريکا متحدو ایالاتو سره خپلې اړیکي خرابې کړي. پر دې سربیره د دغه سازمان د یو شمیر قدرتمندو هیوادونو لکه سعودي عربستان او ایران تر منځ شخړي دي چې په سیمه کې د نفوذ پر سر مبارزه کوي.

پر دې سربیره د کوربه هیواد ترکیې له مصر او یو شمیر نورو هیوادونو سره اړیکي ترینګلې دي. خو اردوغان د دغې غونډې په درشل کې ویلي ول چې سرمشریزه به د بدلون ټکی وي. تر دې دمخه اردوغان د بیت المقدس موقعیت د «مسلمانانو له پاره د سرې کرښې» په توګه یاد کړی او پر ترمپ یې تور پورې کړی وو چې په خپلې پریکړې سره به سیمه د اور لمبو ته وغورځوي. د دې په غبرګون کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم تندې څرګندونې کړي دي.

rtr, dpa, afp (S.R/N.Z)