1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خدرکوفسکي آلمان ته ورسید

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه، دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۹, جمعه

روسي سوداگر او د څو کلونو بندي مېخايل خدرکوفسکي، تر آزادیدو یوازې یوه ورځ وروسته برلین ته ورسید. هغه لس کاله په زندان کې تیر کړي دي. دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې هغه ولې آلمان ته راغلی دی.

https://p.dw.com/p/1AdwQ
انځور: Reuters

مېخايل خدرکوفسکي د جمعې په ورځ برلین ته ورسید. د هغه د هرکلي له پاره د آلمان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر هنس دیتریچ گیشر، هوایيٍ ډگر ته تللی وو. د دغه روسي سوداگر د آزادیدو له کبله آلماني چارواکو خوښي څرگنده کړې ده.

مېخايل خدرکوفسکي
مېخايل خدرکوفسکيانځور: Alexey Sazonov/AFP/Getty Images

د کرملين حريف آزاد سوی دی

د روسيې خبري آژانس «انترفکس» د راپور له مخي مخايل خدرکوفکسي د پوتين له خوا د ناببره بخښني تر اعلان لږ وروسته له زندان څخه وتلی دی. پوتین د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۹) په کلني مطبوعاتي کنفرانس کي ناببر د خدرکوفسکي د بخښني اعلان وکړ.

له قدرته ليري سوی «اوليګارش»

د نفتو ميلياردر مېخايل خدرکوفسکي په ۲۰۰۳ کال کي ونيول سو او دوه کال ورسته بيا د تقلب او مالياتو د نه تحويلولو په تور محکوم سو. دغه راز د نفتو کمپنۍ «يوکاس» چي دی يې مشر وو ړنګه سوه. له خدرکوفسکي سره دغه عمل په نړيواله کچه تر نيوکو لاندی راغلي او دا يې يوه سياسي انګېزه بللې وه.

انتر فکس آژانس د يوه امنيتي چارواکي په حواله ليکي چي پنځوس کلن خدرکوفسکي په دې وروستيو کي د روسيې په شمالي کي له فنلند هيواد سره په سرحدي «سيګاژا» زندان کي بندي وو.

ناروغه مور

د خدرکوفسکي بخښل په خپله د هغه د وکيلانو له پاره هم ډېره جالبه وه، ځکه هغه به هر وخت د بخښلو يو جوړجياړی رداوه، هغه په دې دليل چي بخښل د کرملين د اطلاعاتو سره سم پرځان باندی د ګناه منل دي.

د روسۍ ورځپاڼي «کومرسانت» د راپور له مخي د روسيې استخباراتي مامورينو په زندان کي له خدرکوفسکي سره ليدلي ول، څو د بخښني وړانديز ومني. دغو استخباراتي کسانو خدرکوفسکي ته د هغه د په سرطان اخته مور د روغتيايي حالت د ډېر خرابېدو خبر ورکړی وو او ورته ويلي يې ول چي د دريم وار د محکمې خطر يې ګواښي. تر دغو خبرو وروسته خدرکوفسکي جمهور رييس ولاديمير پوتين ته د بخښني يو غوښتنليک وړاندي کړی دی.

خدرکوفسکي د بند پرمهال
خدرکوفسکي د بند پرمهالانځور: Reuters

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتن د چهارشنبې په ورځ د دغه هيواد پارلمان «دوما» ته د بخښني يو پراخ فرمان وړاندي کړ او د پارلمان له خوا تصويب سو. وروسته تر هغه د پنجشنبې په ورځ په کلني مطبوعاتي کنفرانس کي پوتين د خدرکوفسکي د بخښني اعلان وکړ.

د بخښني په اړه د آلمان غبرګون

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير د خدرکوفسکي د آزادېدو هرکلی کړی دی. هغه وويل: «دا ډېر ښه خبر دی.» اوس نو بايد له روسيې سره د قانوني حکومت او بشري حقونو په اړه خبري اتري ادامه پيدا کړي.

د آلمان صدراعظمي انګيلا ميرکل هم په دې اړه خوښيي ښوولې ده. هغې وويل: «ما په خپله په وراو ورار د دې له پاره هڅي کړي چي ښاغلی خدرکوفسکي آزاد سي.»