1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

خطر پيښوونکي څومره خطرناک دي؟

۱۳۹۶ آذر ۲۹, چهارشنبه

د آلمان پولیس د خطر پيښونکو کسانو د اروزني په برخه کې نوي میتود ته هیله من دي، څو ښه معلومات تر لاسه کړي. خو د دغه نوي میتود ځیني پایلې حیرانونکي دي.

https://p.dw.com/p/2pgUE
Deutschland PK zur Verhaftung von zwei Salafisten in Göttingen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

د آلمان د جنایي جرمونو ضد فدرالي ادارې (بي کې اې) د یوه رپوټ له مخې په دغه هیواد کې د۷۲۰ کسانو چې د افراطي اسلامپالو خطر پیښوونکو په توګه درجه بندي شوي دي، یوازي نیمایي یي واقعاً خطرناک دي. دغه رپوټ «زود دویچه څایتونګ» ورځپاڼې، ان دي آر او وي دي آر، په نوم تلویزوني چینلونو څو ورځې تر مخه ورکړی وو. کابو دغومره یوه ډله بيا برعکس زیات خطرناک انګیرل کیږي.

خطر پیښوونکي هغه کسان دي چې امنیتي چارواکي یې په هکله داسې نظر لري چې هغوی سخت جرمونه، لکه په ترهګریزو بریدونو باندي لاس پوري کولای شي. د دغه رپوټ له مخې یو کال دمخه په برلین کې پر کریسمس بازار باندي تر برید وروسته چارواکو د اروزني یوه نوي سیستم ته چې رادارـ آی تي اي، نومیږي، مخه کړه. دغه سیتسم د آلمان د جنایي جرمونو ضد فدرالي ادارې او د سویس کارپوهانو جوړ کړی دی. دغه ارزونه د ۷۳ پوښتنو پر ځوابولو ولاړه ده.

همداشان د محافظتي فکتورونو په هکله لکه کورنۍ اړیکي، ښه ادغام او یا هم د یوه خوندي کار په هکله پوښتنې کیږي. د آلمان جنایي جرمونو ضد ادارې په وینا د دغه سیستم ارزونه د یوه شکمن کس د ایدیالوژۍ او مذهبي عادتونو پر ځای د هغه د مشاهدې وړ چلن ارزوي. دا په دې معنی چې هڅه کیږي د شکمن کس د ژوندانه په هکله هر څومره چې امکان ولري معلومات تر لاسه کړای شي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د نوامبر میاشتې تر پای پورې چارواکو ۲۰۵ ارزوني کړي. په دې ترڅ کې ۹۶ افراطي اسلامپاله د «متوسط خطر» ، ۲۷ کسان د ظاهري یا پام وړ خطر او ۸۲ تنه بیا د «لوړ خطر» په کتګورۍ کې راغلل. په رادارـ آی تي اي، کې د «آی تي اي» مخفف د «افراطي اسلامپالني» له پاره کارول شوی دی. دغه نوی سیستم د آلمان د جنایي جرمونو ضد فدرالي اداره د یوه مناسب ابزار په توګه یادوي. دغه سیستم باید د افراطیانو په پيژندلو کې مرسته وکړي او په دې ترتیب د هغوی د څارلو پر اقداماتو باندې تمرکز وشي.

د کونستانڅ له پوهنتون څخه جیروم ایندراس پر دغه نوي میتو باندې د کار کولو په برخه کې مرسته کړې ده. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه نوی سیستم د شکمن کس د ایدیالوژۍ پر ځای د هغه پر ټولنیز شالید باندي تمرکز کوي. د هغه په خبره د خطر فکتورونه تر هغې زیات دي، چې تر اوسه یې په هکله فکر کیدی: «موږ په دې پوهیږو چې ایدیالوژي تعینونکی عامل نه دی. په دې ساحه کې خطرناک خلک شته چې ایدیالوژي یې یو کوچنی نقش لري.»

خطر پيښوونکی څوک دی؟

د «خطرپیښوونکي» له پاره له حقوقي لحاظه کوم تعریف وجود نه لري. خو تر کومه ځایه چې د آلمان د جنايي جرمونو ضد فدرالي ادارې له څرگندونو څخه ښکاره، د پولیسو په لیست کې هغه څوک د خطر پیښوونکی په توگه نیول کیږي چې «یو خاص عمل هغه یوه فرضیه مدلل کړي چې د دغه عمل عامل شخص د سیاسي انگیزې له امله په یو جرم لاس پوري کړي او یا د دغه جرم يوه مشخصه برخه وي.»

خو ایندراس په دې نظر دی چې تاوتریخوالي ته د چمتو کس پيژندل کوم لوی مهارت نه غواړي. د هغه په خبره دا مهارت په دې پوري اړه لري چې د خطر پيښوونکو په توګه د درجه بندي شوو کسانو په منځ کې د هغه کس پيژندل دي چې خطرناک نه دي.

د پولیسو د صنفي اتحادیې مشر اولیور مالچوف په دې خوښ دی چې د اروزنې له پاره یو واحد سیستم اوس وجود لري. د هغه په خبره «تر دې دمخه یوه ټاکلي سیستم وجود نه درلود او هر ایالت خپل معیارونه درلودل.» خو دا پوښتنه لا پر ځای پاته ده چې د رادارـ آی تي اي، سیستم به د پخوانیو ابزارو په پرتله اغیزمن وي که نه؟ مالچوف وایي چې اوس په دې هکله یوه ارزونه ګران کار دی، ځکه چې دغه سیستم د روان میلادي کال له فبرورۍ میاشتي راهيسي استعمالیږي. د هغه په خبره «موږ باید انتظار وباسو او وینو چې آیا دا به کامیابه وي، که نه؟»

بين کنايت/س.ر

زموږ له ارشيف څخه: