1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیجي هیوادونه په سوریه کی خپل سفارتونه تړي

۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعه
https://p.dw.com/p/14LZO

د خلیج د شپږو هیوادونو د اتحاد شورا په دمشق کی خپل سفارتونه وتړل. د ریاض په نامه یوه اعلامیه کی د شورا رئیس عبدالطیف السجاني د هغه دلیل د سوریایانو په مقابل کی د اسد د رژیم وحشیانه اعمال ښوولای دئ. د هغه په وینا رژیم خپل خلک وژني او د بحران د حل ټول ابتکارونه ردوي. د ملګرو ملتونو او عربي لیګ ځانگړی استازی کوفي عنان به نن د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کی د سوریې د جنګ ځپلو سیمو په اړه خپل رپوټ وړاندي کړي. د ملګرو ملتو د اټکلونو له احتجاجونو د پیل راهیسي چې شاوخوا یو کال پرې اوړي، تر اوسه پورې په دغه هیواد کې ۸۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.