1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد او ملا برادر د امریکا او طالبانو تړون لاسلیک کړ

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

د شنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له سیاسي مرستیال او د دوحې د دفتر له مشر ملا برادر سره تړون لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/3YeaU
Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ تړون چې له مخې یې امریکایي ځواکونه د ۱۴ میاشتو په جریان کې په مشروط او تدریجي ډول له افغانستان څخه وځي، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه) د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو. په دغو مراسمو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ګډون کړی وو خو هغه پخپله پر تړون لاسلیک و نه کړ او پر ځای یې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه کار ترسره کړ.

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د تړون تر لاسلیکیدو مخکې پمپیو ګډونوالو ته وویل چې که طالبان غواړي دغه تړون کامیابه شي نو باید خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي. پمپیو ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل دې پورې تړلي دي چې طالبان خپلې ژمنې وساتي.

ملا برادر هم غونډې ته خبرې وکړي چې د نورو تر څنګ یې د سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو مننه وکړه.