1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

خلیلزاد: له طالبانو سره په خبرو کې «چټک پرمختګ» ته اړتیا ده

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۰, جمعه

د افغانستان د سولې د چارو له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې «چټک پرمختګ» ته اړتیا ده. دغه څرګندونې هغه له طالبانو سره د مذاکراتو د شپږم پړاو تر ختمیدو وروسته وکړې.

https://p.dw.com/p/3IGbW
Afghanistan Zalmay Khalilzad in Kabul
انځور: AFP/W. Kohsar

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د زلمي خلیلزاد له قوله لیکلي دي چې په قطر کې د تر سره شویو مذاکراتو په ترڅ کې «باثباته خو ورو پرمختګ شوی». د امریکایي استازو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو شپږم پړاو د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسید. خلیلزاد د خپل ټویټر په پیغام کې وړاندې ویلي دي چې دغه پرمختګ په داسې حال کې «چې جګړه په زور روانه ده او بې ګناه خلک مري» کافي نه دی.

یاد خبري آژانس زیاته کړې ده چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د خبرو اترو وروستی پړاو مثبت ارزولی دی او ویلې یې دي چې دواړو اړخونو د تیرو غونډو پر اجنډا باندې بحثونه کړي دي چې پر نورو سربیره په کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل او همداشان د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کاریدل شامل دي. د طالبانو د ویاند له قوله ویل شوي دي چې د ځینو ټکو په اړه «پرمختګ» شوی او ځینې نور په پام کې دي چې بشپړ شي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې دغه خبرې د زلمي خلیلزاد او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مشر عباس ستانکزي له لوري پرمخ بیول کیدې. د دغو مذاکراتو موخه د افغانستان شخړې ته د یوه ممکنه سیاسي حل لارې لټول دي چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده. امریکايي استازو له تیر میلادي کال راهیسې د دغه اوولس کلن کړکیچ د ختمولو په هیله له طالبانو سره ملاقاتونه پيل کړي دي. خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کړې ده.

sr/ms (dpa)