1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خواړه او روغتيا

۱۳۹۰ فروردین ۲, سه‌شنبه

د غیر صحي غذاګانو د خوړلو څخه ډډه کول، پر خپل سر تداوي، په بازار کي د رانیول سوو تقلبي دواګانو څخه نه استفاده کول، د ډېر خوراک نتیجه او د کلو عنعنوي طبیبانو ته نه ورتلل د دې کيسې توکي دي.

https://p.dw.com/p/NM2d
ښه خواړه د انسان بدن روغ ساتي
ښه خواړه د انسان بدن روغ ساتيانځور: Irani

صحت یو ارزښتمند نعمت دی چي نه یوازي د بشر د نسل بلکه د ټولو ژونديو موجوداتو دپاره مهم دی. دا چي زموږ هیوادوال د حفظ الصحې، وقایې او د خپلو مریضانو د تداوي د قواعدو په مراعاتولو کي څه ډول لار پر مخ بیایی، به د خپروني د مطالبو په لړ کي ښکاره سي.

صحت ته نه پاملرنه او بې ځایه او بې وخته یا ډېر خوراک او کار نه کول څه نتیجه ورکوي؟ انسان باید په ټول ژوند کي، خپل کارونه په پلان او اندازه سرته ورسوي: لږه ډوډۍ وخوري، سپورټ وکي، کار وکي او صحي خوراک وکي .

مېوه روغتيا ته هم ډېره ګټه لري
مېوه روغتيا ته هم ډېره ګټه لريانځور: DW

کله چي یو څوک ناروغ سي، نه بايد هغه ته پر خپل سر دوا ورکول سي او باید عاجل ډاکټر ته یوړل سي.

که غواړی چي تل صحتمنده او قوي واوسۍ، تر ټولو دمخه خپل خوراک او دکور او چاپېریال پاکۍ او نظافت ته پاملرنه وکۍ. هیڅکله اومه مېوه مه خورۍ، په تېره بيا که هغه هم بیا ناپاکه وي. او بله خبره داده چي په ځینو کورنیو کي لیدل سوي چي د کور سپین سراني، يعنې میندي او اناګاني د پخوا څخه څو ډوله یوناني دواګاني پېژني او د مریضیو په وخت کي یې عاجل مریضانو ته ورکوي. که هغه ګړی ګټه رسوي خو وروسته بیا څو ډوله نوري مریضۍ را منځته کوي. دغه ډول تداوۍ ګاني په کلو کي ډېري کيږي چي په اصطلاح، خاله کوکو ګاني یې کوي! خدای دي وکي چي زموږ دوستان خپلو او د کورنۍ د غړو د حفظ الصحې مسایلو ته پام وکي او خپل مریضان هیڅکله خپلسره طبیبانو ته ور نه ولي. ډاکټر ته دي ورولي او د دوا اخیستلو په وخت کي دي پام وکي چي د هغه تاریخ نه وي تېر سوی. که په خپله نه پوهيدل بل چاته دي ښکاره کي. هیڅ وخت دي دسړک د غاړی څخه دوا نه اخلي دا ځکه چي اکثره تقلبي او بې کیفیته وي .