1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوستيان: په ولسواليو کي به پارلماني ټاکني نا ممکنه وي

۱۳۸۹ تیر ۲۴, پنجشنبه

د خوست ولايت يو شمېر اوسيدونکي انديښنه لري چي، د خوست په ځينو ولسواليوکي به د ولسي جرګې ټاکني په سم ډول ترسره نه سي.

https://p.dw.com/p/OJYB
د خوست ښار انځور
د خوست ښار انځورانځور: Pahjwok Afghan News

پدې ورستيوکي د خوست مرکز او پر عمومي سړکونو باندي د افغان او بهرنيو ځواکونو پرموټرو بمي چاودنې د يوشمېر ولسواليو پر ودانيو وخت په وخت توغنديز بريدونه هغه څه دي چي په ټولټاکنو کي يې د عام ولس په وړاندې انديښنې راپورته کړي.

د خوست اوسېدونکي د افغان او بهرنيو ځواکونو څخه د پره امنيت د ساتلو غوښتنه کوي.

هغوﺉ وايي چي په ولسواليو کي خو ټاکني نا ممکنه دي تيرو ټاکنو ته په کتو سره چي په امنيتي برخه کي د ستونزو سره مخامخ وې او ډيرو خلکو رايي ور نه کړې اوس به هم هغه ډول وي.

د خوست ولايت امنيه قومندان جنرال عبدالحيکم اسحاقزى وايي چي په خوست کي يې په ټوله مانا امنيتي ځواکونو د راتلونکو ټاکنو دپاره پوره چمتوالى نيولى.

داسحاقزي په خبره دوﺉ داسي څه نه ويني چي له امله دې خلک په ټاکنو کي ګډون ته زړه ښه نه کړي او يا دې دټاکڼو پروسه له خنډ سره مخ کړي.

که څه هم تر اوسه د خوست په مرکز کي په ښکاره ډول وسله والو طالبانو چاته په ټاکنو کي د نه ګډون په اړه څه ګواښ نه دى کړى خو د ولسمشريزو ټاکنو پروخت د خوست پر ولسواليو سربېره دخوست ښار په لويو جوماتونو کي به داسي شپې پاڼې ځوړندي وې چي خلکو ته پکښي ګواښ سوى و ترڅو په ولسمشريزو او دولايتي شوراګانو په ټاکنو کي برخه وانخلي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی. زيارمل