1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: امريکايي اډې ته نژدې ځانمرګي بريد وشو

عبدالباري حکيم (فرانس پرس، رويتر)۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبه

د افغان چارواکو د وينا له مخې درې تنه افغانان په خوست کي هغه وخت ووژل شول چي يوې امريکايي اډې ته نژدې يو ځانمرګی بريد تر سره شو.

https://p.dw.com/p/17921
Afghan policemen carry the dead body of a victim at a local hospital after a suicide bomb attack in Khost province December 26, 2012. A suicide bomber killed three people in an attack on a U.S. base in Afghanistan on Wednesday, the same base that is believed to be used by the CIA and which a suicide bomber attacked three years ago killing seven CIA employees. REUTERS/Anwarullah (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST)
Afghanistan Chost Selbstmordanschlagانځور: Reuters

د افغانستان د کورنيو چارو وزرات وياند وويل، چي ځانمرګي بريد کوونکي له يوه موټر څخه په کار اخيستو سره په خوست کي د امريکا متحده ايالاتو « چپمن» نومي اډې د ننوتلوعمومي دراوزې ته نژدې خپل ځان والوزاوه.

خوست چي د پاکستان پولې ته نژدې پروت دﺉ پکښې وخت په وخت د طالب ياغيانو يرغلونه تر سره کيږي.

د ناتو تر مشرۍ لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک، ايساف، وياند جګړن مارتين اودونيل وويل: «په دغه حمله کي درې تنه افغانان ووژل شول او اوه تنه نور ټپيان شوي دي. تر اوسه پوري د نړيوالو ځواکونو د مرګ ژوبلي په هکله څه نه دي ويل شوي.»

د فرانس پرس خبري آژانس يو خبريال وويل چي چاودنه دومره پياوړې وه، چي د غږ له زوره يي آن د خوست د ښار په دننه کي د ودانيو ښيښې ماتي شوي. دغه ښار له امريکايي اډې څخه څه نا څه څلور کيلو متره ليری پروت دﺉ.

د ۲۰۰۹کال په دسمبر کي د القاعدي يو جاسوس په دغه اډه کي ځانمرگی بريد وکړ، چي په نتيجه کي يې د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې،CIA، اووه غړي ووژل شول. دا له ۱۹۸۳کال راهيسي پر نوموړې استخباراتي ادارې تر ټولو خونړی بريد وو.

د نن ورځي د حملي مسئوليت طالبانو، چي له يولسو کلونو را هيسي د افغان او نړيوالو ځواکونو پر ضد جنگيږي، پر غاړه اخيستی دئ. دغه خبره د هغوی يو وياند د فرانس پرس خبري آژانس ته په يو بريښنا ليک کي کړې ده. دغه وياند چي خپل ځان يې ذبيح الله مجاهد ښودلی دئ په بريښنا ليک کي ادعا کوي :«حمله د خوست د اوسېدونکي عمر نومي مجاهد له خوا چي په سيمه کي بلد دئ تر سره شوه.»

د خوست د امنيې قومندان، قيوم باقي زي په يوه تليفوني مرکه کي وويل چي چاودنه د چپمن اډي ختيځې دراوزې ته نژدي و شوه. هغه وويل: «يو پوليس منصبدار چي غوښتل يي دغه موټر وپلټي او دوه تنه ملکي کسان په دې حمله کي وژل شوي دي.»

د ۲۰۱۰کال په اګست کي ۲۴طالب ياغيان چي ځينو يې امريکايي پوځي يونيفورم اغوستی وو، هغه وخت ووژل شول چي هڅه یې وکړه پر «چپمن» اډي او هلته نژدي «سيلرنو» نومي امريکايي قرارگاه باندي بريد وکړي. دغه قرارګاه د ۲۰۱۲کال په جون کي هم تر يرغل لاندي راغلې وه.

خوست د افغانستان له ناکرارو ولايتونو څخه شميرل کيږي. په دغه ولايت کي د القاعدي سره په تړاو د حقاني شبکه هم فعاله ده. امريکايان دغه شبکه د يوې خطرناکي ترهګرې شبکې په توګه پيژني چي په افغانستان کي د خونړيو ځانمرګي بريدونو مسئوليت ور ترغاړه دئ.