1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: بمي چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبه

په خوست کې يوې بمي چاودنې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې ويل کيږي ښځې او ماشومان په کې هم شامل دي. لا تر اوسه د دغه بمي برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/16yZl
انځور: REUTERS

په خوست کې د سړک غاړې يوې بمي چاودنې ګڼ شمېر وګړو ته مرګ ژوبله اړولي ده. په ټپيانو کې د ملي اردو سرتېري هم شته. دا پېښه نن غرمه د خوست ښار ختيځ ته د باک ولسوالۍ ښارګوټي ته څېرمه د يوې ديني مدرسې ترڅنګ شوې ده.

د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسئول بريالي روان، المان غږ راډيو ته وويل، دا د سړک په غاړه يو ځاى پر ځاى شوى بم وو او هغه مهال وچاودید، چې په سيمه کې د افغان ملي اردو سرتیرو پلې ګزمه کوله. لا تر اوسه د دغه چاودنې مسئولیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

روان وايي، چې په دې پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي، شپږ ملکي وګړي او څلور د ملي اردو سرتیري ټپيان شوي دي. ويل کيږي، چې د باک ولسوالۍ د چاودنې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بلخوا نن «شنبه د ۲۰۱۲م کال د دسمبر اتمه» غرمه ١١ بجې د خوست په مرکز کې د بهرنيو ځواکونو د سيلارنو، پوځې اډې ته څېرمه د کنډيو په صحرا کې د ګډو ځواکونو په يوه پلې ګزمه باندې وسله وال بريد شوى دی.

ويل کيږي چې بريدکوونکي درې کسان وو، چې تر ډېره وخته يې له بهرنيو ځواکونو سره نښته کوله او بیا وروسته د بهرنيو ځواکونو پوځي چورلکو هم په سيمه کې ګزمې پيل کړې او جګړه پاى ته ورسيده.

د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالقيوم باقي زوى، د پېښې پخلى کوي، خو وايي، چې په دې بريد کې ګډو ځواکونو ته هيڅ کوم زيان نه دى اوښتى. جنرال باقي زوى د نښتې پرمهال د يوه وسله وال بريدګر د وژل کېدو خبره هم کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په خوست کې امنيتي وضيعت ښه شوى او څو اونۍ وړاندې د خوست مرکز امنيتي مسئوليتونه له ايساف ځواکونو څخه افغان ځواکونه ته وسپارل شول.

فریدالله ظاهر/خوست
کتونکی: سید ریاض