1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تعلیمي کال پیل شو، خو ۱۲ ښوونځي تړلي پاته دي

۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعه

د خوست ولایت د ښووني او روزني ادارې رئیس ویلي دي چې په دغه ولایت کې ۱۲ ښوونځي د نه امکاناتو له کبله تر اوسه پورې هم تړلي پاته دي. دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر کرزي سږ کال د ښووني د کیفیت د لوړولو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/14V4A

د خوست ولایت د پوهن ریاست چارواکي وایي چې په دې ولايت کې یوازې ٥٨ سلنه ښوونځي ودانۍ لري او د پاته ښوونځيو زده کونکي په خړو خاورو کې تر ټکنده لمر لاندي خپلې زده کړي پر مخ وړي.

د دغه ولایت د پوهنې د ادارې رئيس انجينر بخت نور بختيار، وايي چې سږ کال د دغه ولایت په لیرې پرتو سېمو کې ۱۲ ښوونځي تړل شوي دي.

د ښاغلي بختیار په خبره د دې ښوونځیو د تړل کیدو لاملونه په سېمه کې د ښوونځیو له پاره د ځمکې او ښوونکو نه شتون دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو شمیر نورو سېمو کې ښوونځي د امنیتي ستونزو له کبله تړل کېږي.

د خوست د ولایت د پوهنې د ادارې مشر وایي چې د تړل شوو ښوونځيو د بېرته پرانیستلو په موخه ئې د قومي مشرانو په مرسته جدي هڅي پیل کړي دي. هغه څرگنده کړې ده چې د تړل شوو ښوونځیو له جملې څخه به ئې یو شمیر ډیر ژر پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي خبر ورکړی دئ چې د ښوونې او روزنې یو پراخ کمپاين ئې پيل کړى دئ چې په ترڅ کې به ئې شاوخوا څلوېښت زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته راجذب شي.

اوس مهال د خوست په ولایت کې ٢٦٠ ښوونځي فعال دي، چې پکښې کابو ۱۶۰۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. د دغو زده کوونکو په ډله کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ نجونې هم شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې یو شمیر ښوونځي د امنیتي ستونزو له کبله د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي. د روانې اونۍ په پیل کې ولسمشر کرزي نوی تعلیمي کال د پیل اعلان وکړ. هغه په خپله پرانيستونکې وینا کې وویل چې د افغانستان له معارف سره دښمنې د دغه هیواد له خلکو سره دښمني ده.

ولسمشر کرزي همدا راز وویل چې په روان کال کې به د هغه اداره هڅه وکړي چې په هیواد کې د ښووني او روزني د کیفیت پر لوړولو باندې ډیر کار وکړي.

ولسمشر کرزي پر افغانو زده کوونکو هم غږ وکړ چې په خپلو درسونوکې لا ډیر زیار وباسي او نړیوالې ژبې زده کړي چې له نړیوالو معیارونو سره برابر خپلې زده کړې پر مخ بوځي.

فریدالله ظاهر
کتونکی: مسعود جهش