1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: په ښارکي نامعلومه وسله وال، خلګ په بيره کي اچوي

۱۳۸۹ مهر ۲, جمعه

که څه هم پدې وروستيووختو په خوست کې امنيتي وضيعت تر پخوا ډېر ښه سوی دی، خودخوست يوتعداد ښاريان بيا په ښار کي د نامعلومه وسله والوکسانو څخه په انديښنه کي دي

https://p.dw.com/p/PLgm
انځور: AP

دوی زياتوي چې د دغه نامعلومه وسله والو د ګرځيدو له امله خلک په بيره کې دي او په ډاډه زړه څوګ نسي کولای چي سودا وکړي او يا خپله دکاندارۍ پرمخ بوزي .

دغه کسان ددولت څخه غواړي چې په ښارکي دغيرقانوني وسلو پر ګرځولوباندي بنديز ولګوي .

دخوست د ښار يوه اوسيدونکي دنوم دنه ښوولو په شرط المان ږغ راډيو ته وويل ، ښار ته د غيرقانوني وسلو راوړل موږ په امنيتي انديښنو کي اچولي يو، نوموړي وايي ،د يوې خوا د غيرقانوني وسلو په ګرځيدو سره په ښار کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ توپير نسي کيدای، اود بلې خوا شخصي شخړي ښار ته راوړل کيږي

دخوست ښار يوه بل اوسيدونکي يارمحمد المان ږغ راډيو ته وويل چې په ښار کي په غيرقانوني ډول د وسلوګرځول ، ښاريان د ډول ډول امنيتي مشکلاتوسره مخامخ کوي ،او ددولت څخه په ټينګار سره غوښتنه کوي هغه کسان دي ونيسي چې په ښارکې په غيرقانوني ډول سره وسلې ګرځوي

د بلي خوا دخوست د امنيې د قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمد يعقوب د المان ږغ راډيو سره په خبرو کې ومنله چي د خوست ښاريانو دغه تشويشونه تر يوه حده پوري پرځای دی ،خودی وايي چي،

« په ښار کې ډېر وسله وال کسان د ملي پوليسو،ملي امنيت،ملي اردو او دکمپاين سرتيري دي، خو نوموړي بيا هم خوستيانو ته ډاډ ورکوي هغه کسان چې په غيرقانوني ډول په ښار کې وسلې ګرځوي، دوی به يې مخ ونيسي .

فريدالله ظاهر

کتونکي : محمد قاسم نوري