1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست، پکتیا او پکتیکا کې ۲۱۸ زرو کسانو نوي کارتونه اخیستي

فرید الله ظاهر/ خوست۱۳۹۳ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې ۲۱۸ زره کسانو د رایې ورکول نوي کارتونه ترلاسه کړي دي. په دغه جمله کې ۴۰ سلنه ښځې دي. د ټاکنو ولايتي مسؤلين وايي، چې د رڼو ټاکلو تر سره کولو ته چمتو والی لري.

https://p.dw.com/p/1BZiT
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنو د ولایتي مسوولینو په وینا دا ځل په ټاکنو کې د خلکو ليوالتيا هم زياته شوې ده. له بلې خوا د دغو سويل ختيځ ولايتونو نارينه او ښځينه اوسيدونکي وايي، چې دوى حاضر دي چې له ټولو ګواښونو سره سره بيا هم د ټاکنو په ورځ د رايو مرکزونو ته ولاړ شي.

د حمل مياشتې پر ١٦ نيټه د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره کیږي. د خوست د ټولټاکنو کمېسيون وايي، په دې ولايت کې تازه شاوخوا ٨٠ زره کسانو د رايې اچونې کارتونه ترلاسه کړي، چې څه باندې ٣٠ زره یې ښځې دي. د دغه کمېسيون مشر شفيق احمد وفا دويچه ويله ته وويل، په تېره دوره کې خوستيانو د رایې اچونې پنځه نیم لکه کارتونه ترلاسه کړي دي او په ټاکنو کې به يې ګډون ښه وي.

ښاغلى وفا زياتوي، همدا اوس په خوست کې د ټاکنو له پاره د نوم ليکنې بهير چټک شوى دی او هره ورځ په سلونه کسان ولايتي دفتر ته ورځي او په اوږدو قطارونو کې د نوم ليکنې له پاره انتظار باسي: «خلک دې انتخاباتو ته زياته ليوالتيا لري، نو همدا وجه ده چې يو زيات شمېر ځوانان، سپنين ږيري او زنانه هره ورځ مراجع کوي او د د کارت غوښتننه کوي.»

له بلې خوا د پکتيا ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې په ټاکنو کې د ګډون له پاره د کارتونو د اخیستلو لړۍ گړندۍ شوې ده او ښایي چې په ټاکنو کې به د خلکو ګډون هم د پام وړ وي.

د پکتيا د ټاکنو ولايتي دفتر مشررحمت الله حقمل وايي، په دې ولايت کې ٧٣ زره کسانو تازه د رایې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي او په مجموعي ډول ٥٠٠ زره وګړي د رايو کارتونه لري.

«د پکتيا په ولايت کې په دې مرحله کې تر ٧٣ زرو پورې کارتونه توزيع شوي دي، چې ٤٥ سلنه یې ښځې جوړوي او په ټولو دورو کې په پکتيا ولايت کې تر پنځو لکو پورې کسانو نوم ليکنه کړې ده.»

په همدې حال کې د پکتيا په ګاونډ پکتيکا ولايت کې بيا د خوست او پکتيا په پرتله خلکو د رايې ورکولو کم کارتونه اخيستي دي.

د پکتیکا ولايت د والي وياند مخلص افغان، وايي چې په پکتيکا کې ٣٥ زره نوي د رايو ورکولو کارتونه جوړ شوي دي او د تېر دورې له ټاکنو سره د نوم ليکنې شمیر تر ٣ نيم لکو کسانو پورې رسيږي.

له بلې خوا په ټاکنو د گډون له پاره د خلکو ليوالتيا زياته شوې ده او وايي چې په را روانو ولسمشریز او ولايتي شورا گانو په ټاکنو کې به پراخه کچه ګډون وکړي.

په خوست ولايت کې د نارينه و ترڅنګ ښځې هم دې ته حاضرې شوي دي، چې له ډېرو کلتوري محدوديتونو سره سره، د ټاکنو په ورځ خپل د خوښې نوماند ته رايې ورکړي.