1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست : 1800 پوليس د سبا پارلماني انتخاباتو امنيت نيسي

۱۳۸۹ شهریور ۲۶, جمعه

په افغانستان کي د سبا ورځي پارلماني انتخاباتو دپاره تياری دتېروڅو مياشتو راهيسې شروع سوی دی .وړمه ورځ د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چي د افغانستان په مختلفو سيمو کې يې 300000 امنيتي ځواکونه

https://p.dw.com/p/PEiD
انځور: DW

د انتخاباتو د ښه امنيت دپاره ګمارلي دي .

د افغانستان په جنوب ختيځ ولايت خوست کې هم د تېرو څو ورځو راهيسې په ښار کې پلي او په موټرو د افغان ځواکونو ګزمې زياتي سوي ،دخوست امنيه قوماندان جنرال عبدالحيکم اسحاق زى پدې ولايت کې د انتخاباتو دپاره دسختو امنيتي ترتيباتو خبر ورکوي . نوموړی وايي چې پر نورو افغان عسکروسربېره يې د ملي پوليسو ١٨سوه سرتيري په دندو ګمارلي تر څو په پوره برياليتوب سره په خوست کې پارلماني انتخابات ترسره سي .

انتخاباتوته دورتګ څخه د طالبانو اخطاریه
انتخاباتوته دورتګ څخه د طالبانو اخطاریهانځور: AP

دپارلماني انتخاباتو دپاره د افغان ځواکونو امنيتي تياري ته په کتو د تېرکوچني اختر راهيسي ، وسله والو طالبانو سخت ګواښونه کړي، چي ملکي خلګ د انتخاباتو د رايي اچوني په جريان کي برخه وانخلي.

وسله والو طالبانو په هغو خبرپاڼو کي چي د اسلامي امارت په نامه پر ليرو پرتو سيمو سربيره دخوست په ښار کي هم خپرې سوي، ويلي دي چي رواني پارلماني انتخابات د امريکا دحکومت يوه غوښتنه ده او افغان ولس ته يې هيڅ ګټه نه سي رسيدلى .

خو د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدلحکيم اسحاقزى د دې خبرپاڼو په عکس العمل کي بيا وايي چي وسله والو مخالفينو اوس د مخامخ جګړې توان د لاسه ورکړی دی او يوازي د تبليغاتي جنګ دلاري عام خلک په بيره کي اچوي تر څو په پارلماني انتخاباتو کي د ګډون څخه محروم سي .

دا چي سبا د پارلماني انتخاباتو لومړۍ ورځ ده څومره کسان به په هغه کي برخه واخلي او يا به پدې ورځ څه ډول امنيتي پيښي رامنځته سي ، نودا به وروسته معلومه سي .

فريدالله ظاهر

کتونکی : محمد قاسم نوري