1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خيبر پښتونخوا: قهرجنو مظاهره کوونکو د پوليسو مرکز سوځولی دی

۱۴۰۰ آذر ۸, دوشنبه

د پاکستاني چارواکو په خبره یو شمیر قهرجنو مظاهره چیانو دین ته په توهین کولو د تورن نیول شوي کس دوی ته د سپارلو له پاره د پولیسو څلورو امنیتي پوستې سوځولي دي. پوليسو په دې تړاو د يو شمير کسانو د نیولو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/43bvp
Pakistan Gewaltausbrüchen bei Kundgebung der Islamisten in Lahore
آرشیف انځورانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې پر ۲۹مه نیټه) د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده کې دین ته په سپکاوي د تورن نیول شوي کس  د سپارولو له پاره ګڼ شمیر قهرجنو مظاهره چیانو د پولیسو پر پوستو برید کړی. د سیمې د امنیتي چارواکو په خبره په دې پیښه کې څلورو امنیتي پوستو ته اور اچول شوی دی.

د معلوماتو له مخې نیول شوي کس قرآن شریف ته سپکاوی کړی او بیا د پولیسو له لوري دین ته د سپکاوي په جرم نیول شوی دی. د چارواکو په خبره په دې پیښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. د اصف خان په نامه د سیمې یوه ځايي چارواکي ویلي چې تر دې پیښې وروسته پولیس اړ شول چې نور اضافي سرتیري هم سیمې ته را وغواړي.

د خيبر پښونخوا پوليسو په دې تړاو د يو شمیر کسانو د نيولو خبره کړې ده. د چارسدې سيمې د پوليسو ویاند شفيع الله جان وويل: موږ د پوليسو مرکز ته د اور اچولو په تړاو يو شمیر شکمن کسان نيولي دي.« نوموړي زياته کړه چې قهرجنو کسانو دين په سپکاوي د تورن کس دوی ته د سپارلو غوښتنه کوله څو هغه يې »ژوندی وسوځوي«.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پولیسو یو شمیر امنیتي پوستې د اور په لمبو کې سوځي. اصف خان وايي چې پولیسو د قهرجنو مظاهره چیانو له لوري د نیول شوي کس د وژلو هڅه نا کامه کړې ده. د هغه په خبره، نیول شوی کس اوس یوې بلې سيمې ته انتقال شوی دی. نوموړي د نیول شوي کس د نامه په هکله څه ونه ویل خو زیاتوي چې دغه کس یوه ورځ وړاندې نیول شوی وو او دا چې پولیسو د یادې پیښې پلټنې پیل کړي دي.

د اصف خان په خبره، پولیسو په لومړي سر کې مقاومت وکړ خو بیا وروسته زرګونه مظاهره چیانو پر پولیسو برید وکړ چې له کبله یې پولیس اړ شول چې سیمه ترک کړي. د هغه په خبره پولیسو په دې کار سره د زور د استعمال په مخنیوي سره د تلفاتو مخنیوی هم وکړ.

پاکستان: پوليسو ۵۰ تنه د مندرد ورانولو په تور نيولي

د دغه چارواکي په خبره، د دوشنبې ورځې په اوایلو کې په چارسده کې وضعیت نورمال وو او دا چې ځايي امنیتي چارواکو اوس په برید کې د ښکیلو کسانو د موندلو او نیولو لړۍ پیل کړې ده.

په پاکستان کې مذهب یا دین ته په توهین تورن کسانو ته د محکمې له لوري د مرګ سزا ورکول کیږي. نړیوال او محلي سازمانونه بیا وايي چې په دغه هیواد کې په زیاتره مواردو کې دین ته د سپکاوي له قانون څخه د شخصي خصومتونو او همدا راز د مذهبي اقلیتونو د ځورونې له پاره هم کار اخیستل کیږي.

په ۲۰۱۷م کال کې د خیبر پښتونخوا ایالت د مردان ښار د عبدالولي خان پوهنتون یو شمیر محصلینو یو بل محصل تر برید وروسته وژلی وو. پر محمد مشال تور پورې کړل شوی وو چې پر فیسبوک یې دین ته سپکاوی کړی وو.

په کویټه او باجوړ کې چاودنو پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې