1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دارفور: ډله ايزجنسي تيري

حسن » بری «۱۳۸۵ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې د سودان د دارفورپه ولايت کې د جگړې له پيل راهيسې، په زرگونوسودانۍ ښځې اونجونې، د جنسي تيريواو د جنسي زورزياتي د نوروډولونوقرباني شويدي. د ملگروملتونويوه څيړنيز کميسيون پخپل راپورکې چې، د ٢٠٠٥ ميلادي کال د فبروري په مياشت کې يې خپورکړ، دغه ناوړه چلند، جنگي جنايت او د انسانيت پرضدجنايت گڼلی دی.

https://p.dw.com/p/DMrN

د جزا د نړيوالې محکمې ) آی سي سي ( جاري څيړنې هم ښيي چې، په گڼ شميرپيښوکې پرښځواونجونوباندې، په ډله ايزه توگه، جنسي تيري شوي اوپه جنسي برخه کې د لويو زورزياتيوله نوروډولونوڅخه کاراخيستل شويدی.

د سودان حکومت او عدالت ؟
له دې ټولوجنايتونوسره سره، د سودان حکومت د ) آی سي سي ( د غوښتنوله پوره کولوڅخه سرغړونه کوي: چې ترشک لاندې وگړي ونيسي اونوموړې محکمې ته يې وسپاري او د جزانړيوالې محکمې ) آی سي سي ( ته، په دارفورکې د څيړنواجازه ورکړي. د دې پرځای د جگړې له کبله د شويوجنايتونو د څيړلو او روښانه کولولپاره، په سودان کې د استيناف یوه ملي محکمه جوړه شويده. مگر د سودان قانوني سيستم داتقريباً ناممکن کوي چې، له قربانيانوسره عدالت وشي. د سودان د قانون له مخې، له هغوښځوڅخه چې د جنسي تيري له کبله عرض کوي، غوښتل کيږي چې د هغوۍ څرگندونې، د څلورتنه نرينه شاهدانولخوا تصديق شي