1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داسراييلواوامريکا ترمنځ روابط اوس تربل هر وخت خراب دي

۱۳۸۸ اسفند ۲۴, دوشنبه

د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نيتان ياهو ډيره زياته هڅه کوي چي دامريکاد متحده ايالاتو سره د اسراييلو په اړيکو کي پرژور درز باندي پرده وغوړوي

https://p.dw.com/p/MT4Z
څو ورځي دمخه په اسراييلوکښي د جوبايدن او بنيامين نيتان ياهو کتنه
څو ورځي دمخه په اسراييلوکښي د جوبايدن او بنيامين نيتان ياهو کتنهانځور: AP

د خپلي کابينې د غونډي په پيل کي نيتانياهو د امريکا متحده ايالاتو د جمهور رييس د مرستيال جوبايدن د ليدني کتني په وخت کي په ختيځ بيت المقدس کي د1600 نوو کورونو د جوړولو د اعلان په هکله څرګنده کړه:

«له بده مرغه يو پيښه وشوه، چي البته بد قصد پکښي نه ؤ. دغي پيښي تاوان رامنځ ته کړ چي بايد نه وای رامنځ ته شوې. مونږ د حکومت له خوا يو کميسيون وټاکه چي په دې موضوع کي غور وکړي چي په راتلونکي کي داسي پيښي رامنځ ته نه شي».

اسراييلو ته د متحده ايالاتو د جمهور رييس د مرستيال، جو بايدن د سفر په دوهمه ورځ د اسراييلو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړي ؤ چي د فلسطينيانو په خاوره، ختيځ بيت المقدس کي په يهودي مينه «رامت شلومو» کي د 1600 نوو کورونو د جوړولو پلان منظور شو. حال دا چي بايدن اسراييلو ته تللي ؤ تر څو د فلسطينيانو او اسراييلو تر منځ د سولي د خبرو اترو د يو نوي پيل اعلان وکړي. خو فلسطينيانو وويل چي هغوی هغه وخت خبراترو ته کښيني چي اسراييل خپل دغه وروستی تصميم بيرته واخلي. د متحده ايالانو د جمهوررييس مرستيال، بايدن د کورونو جوړولو دغه نوی پلان وغانده او نيتانياهو په داسي يو وخت چي د متحده ايالاتو جمهوررييس اسراييلو کي په سفر بوخت دی ، هغه هم د سولي د خبرو اترو د بيا پيل لپاره، ددغه اعلان له امله يې بخښنه وغوښتله.

خو ډير مبصرين دا د اسراييلو د حکومت په دننه کي يوه تصادفي بې نظمي نه ګڼي، بلکه په دې نظر دي چي د اسراييلو د کورنيو چارو وزير، «الي ايشاي» قصداً وغوښتل چي د سولي د خبرو اترو د بيا پيل په مخ کي خنډ واچوي. «ايشاي» له خپل مذهبي شاث نومي ګوند سره ددې مخالف دی چي د سولي د خبرو اترو په نتيجه کي بيت المقدس دي د فلسطينيانواواسراييلو ترمنځ وويشل شي.

نيتانياهو هيله درلوده چي له خپل متحد امريکا متحده ايالاتو سره خپل ژور اختلاف د جو بايدن د سفر په ترڅ کي له منځه يوسي.

دامريکا خارجه وزيره هيلري کلينتن
دامريکا خارجه وزيره هيلري کلينتنانځور: picture alliance / landov

خو د تيري جمعې په ماښام د امريکاد متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن د اسراييلو لومړي وزير نيتان ياهو ته تيلفون وکړ. ويل شوي دي چي نيتان ياهو کابو 45 دقيقي بايد د متحده ايالانو د بهرنيو چارو د وزيري قهر، غوصې او نيوکو ته غوږ نيولای وای. ميرمن کلينتن د سي ان ان تلويزوني شبکې ته په تبصره کي د اسراييلو له خوا د يهودي مينو جوړولو د پلان اعلان په داسي يوه وخت کي د امريکا متحده ايالاتو ته «سپکاوی» وګاڼه.

«د دغو مينو د جوړولو د پلان اعلان په هغه ورځ چي د جمهوررييس مرستيال په سيمه کي ؤ، يو سپکاوی ؤ. رښتيا هم چي دا زمونږ ټولو لپاره يوه ډير سخته شيبه ؤ.»

ويل شوي دي چي نيتان ياهود هيلري کلينتن له نيوکو څخه سخت وارخطا شوی ؤ، چي حتی مجبور شو په اروپا کي خپلو اعتمادي متحدينو ته تيلفون وکړي. د آلمان له صدراعظمي انګلا مرکل او دايتاليا له لومړي وزير، برلوسکونکي سره په تيلفون تماس کي نيتان ياهواعتراف وکړ چي دا رښتيا هم يوه « شرموونکي پيښه» وه او په دې خاطر يې د متحده ايالاتو د جمهور رييس له مرستيال، جوبايدن څخه بخښنه وغوښتله.

اِنګل بريشت/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري