1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش بندۍ نجوني د يوې قطۍ سيگريټو په بيه معامله کوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د جنسي زورزياتي په برخه کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د مينځو په توگه د ډېرو نجونو او ښځو نيولو ته په اشارې سره ويلي دي چي دغه ډله يوه ښځه د يوې قطۍ سيگريټو په بيه هم معامله کوي.

https://p.dw.com/p/1FeNv
انځور: Martin Durm

د جنسي زورزياتي په برخه کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي زينب بنگورا، داعش د مينځو په توگه د ډېرو ښځو د نيولو مسئول بللی او ټينگار ئې کړی دئ: «دوی چي کله يوه نوې سیمي په خپل کنترول کي راولي، ښځي يرغمل کوي.»

هغې ټينگار کړی دئ چي د مينځو په توگه د ښځو لرل دغي ډلي ته د نوو جنگياليو د ورتگ وسېله گرځېدلې ده.

زينب بنگورا زياته کړې ده چي دغه ډله په دې ډول ځوانان جذبوي: «دوی ځوانانو ته وايي چي موږ داسي ښځي لرو چي ستاسي په تمه دي، پېغلاني لرو چي ستاسو په اختيار کي به وي.»

د هغه راپور له مخي چي په دې وروستيو کي ملگرو ملتونو خپور کړی دئ، د نړۍ له سلو هيواونو څخه نزدې ۲۵ زره جنگياليو بحران ځپلو سيمو ته سفرونه کړي. غالباً به د دوغو کسانو د سفر موخه سوريه او عراق وي.

زينب بنگورا چي په خپله د سيرالئون ده، په اپريل مياشت کي ئې عراق او سوريې ته سفرونه کړي. هغې په دغو سیمو کي له هغو ښځو او نجونو سره ليدلي چي له «اسلامي دولت» ډلي څخه په تېښته بريالۍ سوي دي.

بنگورا اوس د فرانسې خبري آژانس سره د هغو نجونو او ښځو کيسې شريکي کړي دي چي دې ته ئې کړي وې. دغو نجونو دې ته ويلي دي چي جنگياليو به ځيني وختونه تر سلو نجونو پوري په کوچنيو کورونو کي بندۍ کولې له دوی څخه به ئې کالي کښل لمبولې به ئې او وروسته به يوه ډله نارينه ورته راتلل او پر دوی باندي به ئې بيه ايښوول.

دوی ويلي دي چي د ځينو نجونو بيي به په سوونو يا حتي په زرونو ډالره وې او ځينو به بيا د يوې قطۍ سيگريت بيه لرل.

داعش په عراق کي تر ډېره ايزدۍ ښځي تښتولي دي او خپلي مينځي ئې گرځولي دي. ځينو را تښتېدلو ښځو يا د پيسو په بدل کي آزادو سوو ښځو داسي کيسې کړي دي چي د ويلو نه دي.